واشنګټن (پژواک، ٢ وږى ٩٥):د امريکا متحده ايالاتونه وايي چې د افغانستان د سولې په اړه د اسلامي هېوادونو د همکاريو سازمان هلو ځلو ته هيله من دي.
د اسلامي هېوادونو د همکاريو سازمان ( او اي سي) د سرمنشي په مشرۍ يو لوړ پوړى پلاوى افغانستان ته راغلى چې د ولسمشر اشرف غني په ګډون يې له ګڼ شمېر دولتي چارواکو او سياسي شخصيتونو سره ليدلي دي.
دغه اسلامي سازمان په پلان کې لري چې په نږدې راتلوونکي کې د سعودي عربستان په مکه او مدينې ښارونو کې د ټولې اسلامي نړۍ د ديني عالمانو په ګډون د افغانستان د سولې په اړه نړيوال کنفرانسونه جوړ کړي.
امريکا د اسلامي همکاريو د سازمان دغو هلو ځلو ته په محتاطانه توګه هيله مندي څرګنده کړې ده.
په واشنګټن کې د امريکا د بهرنيو چارو وزارت يوه وياند پژواک خبري اژانس ته وويل چې هېواد يې له ډېرې مودې راهيسې د افغانستان د شخړې د سياسي هواري ملاتړ کړى دى.
سرچينې زياته کړې چې دوى د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې د هلو ځلو هرکلى کوي چې طالبان او نورې وسله والې ډلې له تاوتريخوالي لاس واخلي، له نړيوالو ترهګرو ډلو سره خپلې اړيکې پرې کړي او د افغانستان اساسي قانون ومني.
د امريکا د بهرنيو چارو وزارت ويلي، دا شرطونه د دې لپاره دي چې په تېرو ١٥ کلونو کې ترلاسه شوې لاسته راوړنې وساتل شي .
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن