ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کرنې وزارت په ولسواليو کې پر کرنيزه پراختيا تمرکز ‌ډېر کوي

د کرنې وزارت په ولسواليو کې پر کرنيزه پراختيا تمرکز ‌ډېر کوي

author avatar
23 Aug 2016 - 17:27
د کرنې وزارت په ولسواليو کې پر کرنيزه پراختيا تمرکز ‌ډېر کوي
author avatar
23 Aug 2016 - 17:27

کابل ښار(پژواک، ٢ وږى ٩٥): د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزير د هېواد د کرنې رياست د ٣٣ ولايتونو له نوو مقرر شوو رييسانو وغوښتل چې تر ډېره په ولسواليو او حتى نا امنو سيمو کې د کرنيزو پروګرامونو پراختيا ته زياته پاملرنه وکړي.

په دې وروستيو کې د فراه له ولايت پرته د هېواد ٣٣ ولايتونو ته د کرنې نوي رييسان د (CBR) يا د پايلو لپاره د ظرفيت لوړو رقابتي پروګرام له لارې ټاکل شوي چې نن يې په کابل کې د موخو او لومړيتوبونو د پېژندنې په غونډه کې ګډون وکړ.

د کرنې او مالدارۍ وزير اسدالله ضمير په دې مراسمو کې وويل چې کروندګرو ته خدمت کول د وزارت د پروګرامونو په سر کې ځاى لري او دا پروګرامونه بايد دهغوى د غوښتنې سره سم پلي شي.

نوموړي وويل چې په تېرو ١٤ کلونو کې د کرنيزو خدمتونو زياته برخه په ښارونو او نږدې ولسواليو متمرکزه وه، خو اوس بايد په دې برخه کې تر ډېره ولسواليو او لرې پرتو سيمو حتى پر نا امنو سيمو تمرکز وشي.

ضمير نوو مقررو شوو رييسانو ته په خطاب کې وويل: ((موږ پوره پيسې لرو، بايد د هرې پروژې د طبيق په دقت او جديتوب تر سره شي، د پلان پر بنسټ بايد سږ کال د وزارت ٨٠ سلنه بودجه ولګول شي، خو په هر قدم کې دې له روڼتيا کار واخيستل شي.))

نوموړي همدارنګه وويل چې د کرنې او وزارت په پروګرامونو کې  بايد د ښځو رول ته په کمه سترګه ونه کتل شي او د هغوى د ظرفيت لوړولو لپاره دې کار وشي.

د اداري اصلاحاتو د خپلواک کميسيون د عامه ادارې او اصلاحاتو د اصلاح مشر احمد مسعود توخي وويل چې د فراه د کرنې رييس ځکه په نوو مقررو شوو رييسانو کې شامل نه دى چې له دې وړاندې د ټاکل شوي رقابتي پروګرام له لارې ګومارل شوى دى.

نوموړي نوي مقرر شوي رييسان مسلکي وبلل او هيله يې څرګنده کړه چې د هغوى د کار په پيل سره به د هېواد د کرنې په برخه کې مثبت بدلونونه وليدل شي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.