ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

مصطفوي: په رسنيو کې د اخلاقي موازينو او اصولو نه مراعتول د اندېښنې وړ دي

مصطفوي: په رسنيو کې د اخلاقي موازينو او اصولو نه مراعتول د اندېښنې وړ دي

author avatar
23 Aug 2016 - 17:49
مصطفوي: په رسنيو کې د اخلاقي موازينو او اصولو نه مراعتول د اندېښنې وړ دي
author avatar
23 Aug 2016 - 17:49

مزارشريف (پژواک، ٢ وږى ٩٥): د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت نشراتي مرستياله وايي چې په ځينو رسنيو کې د اخلاقي موازينو او اصولو نه مراعت کول د اندېښنې وړ دي او بايد مخه يې ونيول شي. 

نوموړې دغه څرګندونې نن سه شنبه ( د وږی ۲مه) په مزار شريف ښار کې د يو شمېر رسنيو له مسوولينو او خبريالانو سره وکړې.

د دغې ناستې په اوږدو کې په بلخ ولايت کې د رسنيو او خبريالانو پر وړاندې د پرتو ستونزو او  خنډونو په اړه خبرې وشوې، چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت نشراتي مرستيالې مژګان مصطفوي يې پر ژر حل کېدو ټينګار وکړ.

په بلخ کې مېشت خبريال کاظم حيدري د دغې ناستې اوږدو کې وويل، ډېری وخت په بلخ ولايت کې معلوماتو ته د لاسرسي پر مهال له ستونزو سره مخامخ کېږي.

ده زياته کړه، ډېری وخت دولتي چارواکي پر وخت له دوی سره خبري معلومات نه شريکوي، چې په دې کار سره ډېری موضوعات له خپرولو پاتې کېږي.

هغه همداراز له اطلاعاتو او فرهنګ وزارت څخه غوښتنه وکړه، چې معلوماتو ته د لاسرسي د قانون په عامولو کې دې هڅې وکړي.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت نشراتي مرستيالې په خپلو خبرو کې وويل، د خبريالانو د کار اسانه کولو لپاره يې پر ګڼو طرحو او پلانونو کار کړی، چې ډېر ژر به يې پايلې وليدل شي.

هغې زياته کړه، د خبريالانو او رسنيو د ملاتړ کوونکو په مشوره د رسنيو د اصولنامې طرحه نهايي شوې او ډېر ژر به د دغه وزارت له خوا چاپ او تر خبريالانو ورسېږي.

د مېرمن مصطفوي په وينا، دمګړۍ په يو شمېر رسنيو کې د اخلاقي موازينو او اصولو نه مراعت کول د اندېښنې وړ دي، چې په خبره يې، مخنيوی يې بايد وشي.

هغې له خبريالانو غوښتنه وکړه، چې د رسنيو د اصولنامې په پلي کولو سره د رسنيزو اصولو په بنسټيز کېدو کې مرسته وکړي.

نوموړې همداراز وويل، چې د خبريالانو د فزيکي او شغلي خونديتوب لپاره هم يوه طرحه نهايی شوې ده، چې ډېر ژر به په همدې اړه د لوړې کچې يو کمېسيون هم جوړ شي.

د هغې په وينا، په دغه کمېسيون کې به د نظامي ارګانونو ويندويان او د خبريالانو ملاتړي غړيتوب ولري، چې د خبريالانو د فزيکي او شغلي مصوونيت لپاره به هڅې کوي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.