کابل (پژواک، ٢ وږى ٩٥): يوه څېړنه ښيي چې د ښځو لپاره زده کړې او د نارينه وو لپاره د هغوى د استوګنې ځاى، ښايي په راتلونکي کې د ښځو د مشرۍ لپاره کليدي اهميت ولري.
د دې څېړنې پر بنسټ، امکان لري چې لوړې زده کړې په راتلونکي کې ښځې د رهبرۍ پوسټونو ته سوق کړي؛ ځکه خو د نارينه وو اخيستنې هم په ټولنه کې د ښځو د رول نه د تحصيل د کچې پر بنسټ اغېزمنې شي، خو دا مورد د افغانستان سيمو ته په پام سره توپير لري، ځکه چې ممکن نارينه د افغانستان په يوه برخه کې د ځينو نورو برخو په پرتله تر ډېره د مشرتابه په کچو کې د ښځو له رول د هغوى تحصيل ته په پام سره ملاتړ کوي.
د افغانستان د ارزونې او څېړنې واحد او د افغانستان لپاره د سويډن کمېټې د ٢٠١٥ زېږديز کال د جولاى له ٢٠مې د ٢٠١٦ کال تر جنوري مياشتې پورې په کابل، ننګرهار، تخار او باميانو کې ګډه مطالعه ترسره کړې. په دې څېړنه کې له ٢٠٠ ښځو او ٢٠٠ نارينه وو سره مرکې شوې دي.
دغه څېړنه چې د ((د جنسيتي نابرابرۍ بل مخ: نارينه او نارينتوب په افغانستان کې You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن