ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

هلمند کې د امریکايي او افغان ځواکونو ګډ عملیات پیل شوي

هلمند کې د امریکايي او افغان ځواکونو ګډ عملیات پیل شوي

author avatar
23 Aug 2016 - 14:49
هلمند کې د امریکايي او افغان ځواکونو ګډ عملیات پیل شوي
author avatar
23 Aug 2016 - 14:49

لښکرګاه (پژواک، ۲ وږی ۹۵): د هلمند چارواکي وايي چې امريکايي ځواکونو له افغان ځواکونو سره يو ځاى په لښکرګاه او نادعلي ولسوالۍ کې ځمکني او هوايي عمليات پيل کړي دي.

له ٢٠١٤ کال وروسته دا لومړى ځل دى چې بهرني ځواکونه له افغان ځواکونو سره يو ځاى په ځمکنيو عملياتو کې برخه اخلي.

د هلمند د والي وياند عمر ځواک د وږي په دويمه پژواک خبري اژانس ته وويل چې امريکايي ځواکونو له افغان ځواکونو سره په ګډه تېره شپه د مرکز لښکرګاه په باباجي او د نادعلي ولسوالۍ په چاه انجير سيمه کې عمليات کړي دي.

هغه وويل چې د دغو عملياتو پر مهال يو شمېر وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله هم اوښتې او ځینې سيمې هم ګډو ځواکونو نيولې دي.

ځواک وايي چې دغه ډول عمليات به په دوامداره توګه روان وي او کومې سيمې چې له وسله والو نيول کېږي هلته به امنيتي ځواکونو ته پوستې جوړېږي.

په دې اړه د هلمند د ولايتي شورا مرستیال عبدالمجید اخند زاده هم پژواک ته وويل چې امريکايي ځواکونو په  چاه انجير او باباجي سيمو کې عمليات پيل کړي دي.

هغه زياته کړه: ((امريکايان دلته د لږ وخت لپاره پاتې کېږي په دې سره امنيت نه شي راتللى نو ښه خبره دا ده چې د افغان ځواکونو تر منځ همغږي جوړه کړي او وسايل او تجهيزات ورکړي.))

دغه راز يوې امنيتي سرچيني پژواک ته وويل: ((تېره شپه لس بجې په چاه انجير کې عمليات په داسې حال کې پيل شول چې الوتکې راغلې او کسان يې ښکته کړل او بيا عمليات شروع شول.))

ده وويل چې په دې سيمه کې د وسله والو طالبانو دوه موټر هم په لومړي سر کې تر هوايي بريد لاندې راغلل.

سرچينه وايي چې د چاه انجير جنوبي سيمې نيول شوې او په شمالي سيمو کې هوايي بريدونه دوام لري.

د نادعلي ولسوالۍ د چاه انجير د غربي سيمې اوسېدونکي رووف خان پژواک ته وويل چې اوس هم په دې سيمه کې د امنيتي ځواکونو او طالبانو تر منځ نښتې روانې دي.

هغه وويل: ((امريکايي ځواکونه نه ليدل کېږي او اوس په سيمه کې طالبان تګ راتګ کوي.))

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.