ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

هلمند کې ډېری ښوونځي زیانمن او د جګړې سنګرونه جوړ شوي

هلمند کې ډېری ښوونځي زیانمن او د جګړې سنګرونه جوړ شوي

author avatar
23 Aug 2016 - 14:57
هلمند کې ډېری ښوونځي زیانمن او د جګړې سنګرونه جوړ شوي
author avatar
23 Aug 2016 - 14:57

لښکرګاه (پژواک، ٢ وږى ۹۵): د هلمند په دريو ولسواليو کې د وروستيو جګړو له امله ٢٦ ښوونځي زيانمن شوي، اسناد او وسايل یې نا معلومو کسانو وړي او ٤٢ زره زده کوونکي له زده کړو بې برخې شوي دي.

له درېيو اونيو راهيسې د هلمند د مرکز لښکرګاه په ګډون په يو شمېر ولسواليو کې د افغان امنيتي ځواکونو او وسله والو طالبانو تر منځ سختې جګړې روانې دي.

د هلمند د پوهنې رييس عبدالمتين جعفر د زمري په دويمه پژواک خبري اژانس ته د يوې ځانګړې مرکې په ترڅ کې وويل چې د وروستيو جګړو له امله په ګرمسېر، ناوه او نادعلي ولسواليو کې ٢٦ ښوونځي زيانمن شوي او اسناد او وسايل يې نا معلومو کسانو وړي دي.

د هغه د معلوماتو له مخې، له دې شمېرې څخه ١١ ښوونځي په ناوه، ٩ په ګرمسېر او ٦ ښوونځي په نادعلي ولسوالیو کې دي.

هغه وايي چې د يادو ښوونځيو د زيانمنېدو له امله ٤٢ زره زده کوونکي له زده کړو بې برخې شوي دي.

جعفر زياتوي: ((له يوې خوا ښوونځي تخريب شوي او بل پلوه په همدغو ښوونځيو کې سنګرونه جوړ شوي دي.))

ده وويل چې د نادعلي په ښوونځيو کې د ملي اردو سرتېرو سنګرونه جوړ کړي خو د ګرمسېر او ناوې د ښوونځيو په اړه يې څه ونه ويل چې هلته چا سنګرونه جوړ کړي دي.

هغه زياتوي: ((د دغو ښوونځيو جوړول او بېرته فعاله کوله ستونزمن کار دى.))

د هلمند د پوهنې رييس وايي چې ياده ستونزه يې په هلمند کې له سيمه ييزو چارواکو سره شريکه کړې ده خو د نا امنيو له امله څوک دغه سيمو ته نه شي ورتللى.

دغه راز د ګرمسېر ولسوالۍ د پوهنې مدير محمدبشير هم پژواک ته وويل چې وروستيو جګړو ډېری ښوونځي زيانمن کړي دي.

هغه وايي چې په دې ولسوالۍ کې د صفار، لکړۍ، ځنځیر، کوچني دروېشان، جګروم، کوډلو ډراب او خروټو ښوونځي زيانمن شوي دي.

محمد بشير وايي چې د يادو ښوونځيو وسايل او اسناد د عامو خلکو له خوا چور او تالان شوي دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.