ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ډاکټر عبدالله د ټاکنو په تر سره کېدو ټينګار وکړ

ډاکټر عبدالله د ټاکنو په تر سره کېدو ټينګار وکړ

author avatar
23 Aug 2016 - 16:29
ډاکټر عبدالله د ټاکنو په تر سره کېدو ټينګار وکړ
author avatar
23 Aug 2016 - 16:29

کابل (پژواک، ٢ وږى ٩٥): د حکومت اجرايي رييس عبدالله عبدالله د ولسي جرګې او ولسوالۍ شوراګانو ټاکنو په ترسره کېدو د ټينګار کوي او وايي چې د افغانستان د کابينې له لوري د ټاکنو قانون د طرحې تاييد، د ټاکنو تر سره کېدو لپاره لار برابروي.

د حکومت اجرايي رييس چې نن يې په کابل کې  ((د اساسي قانون د تعديل لپاره د عمومي ليدلورو او وړانديزونو ارزونه)) په نوم غونډې ته خبرې کولې، وويل چې د ملي يووالي حکومت د تشکيل د سياسي هوکړه ليک له مهمو مواردو څخه يو هم د ټاکنو ترسره کول وو چې د کابينې د تېرې ورځې په پرېکړې سره د ټاکنو تر سره کېدو لپاره لاره پرانېستل شوه.

د افغانستان کابينې د ولسي جرګې په راتلونکو ټاکنو کې په ټاکنيزو حوزو کې پر يوه څوکۍ ټينګار وکړ او د ټاکنو قانون طرحه يې په پرنسيپ کې تاييد کړه او کابينې د ولسمشر دويم مرستيال ګومارلى چې ياد قانون د جلسې له يادونې او وړاندې شوو وړانديزونو سره تحصيح او نهايي کړي.

ډاکټر عبدالله وويل: ((د ملي يووالي حکومت له ژمنو څخه يوه هم د اساسي قانون د لويې جرګې جوړول دي، خو اوس چې شرايط يې ياني د ولسواليو شوراګانو د ټاکنو تر سره کول مساعد نه دي، منطق يې درک کوي، خو اساسي قانون ته د ژمنتيا او التزام له لحاظه وايو چې که دا تر پښو لاندې شي، څه نه پاتې کېږي، په همدې لحاظ زموږ هيله هم داده چې د ټاکنو په تر سره کېدو سره د اساسي قانون لويه جرګه هم جوړه کړو.))

هغه زياته کړه چې د اساسي قانون د تعديل په موخه د لويې جرګې جوړېدل، مخامخ د افغانستان له اساسي قانون سره اړيکه لري، د افغانستان اساسي قانون يوه مسئله همدا ده چې لويه جرګه تعريف شوې، نور نو لويه جرګه داسې څه نه دي چې هر څوک واکمن و، څو کسان دې را وغواړي او په ترتيب سره  ووايي چې د مملکيت پرېکړه  ددوى په لاس کې ده، د اساسي قانون لويه جرګه خپل ټاکل شوي اړخونه لري.

د حکومت اجرايي رييس له ولسمشر سره د خپلو اختلافاتو د حل په اړه وويل چې د روان اوونۍ د پنجشنبې په ورځ له ولسمشر سره د خپلو اختلافاتو په اړه ګوري.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.