مزارشريف (پژواک ۳ وږی ۹۵): افغانستان د برېښنا د توليد د شته سرچينو له امله د برېښنا له اړخه د پر ځان بسيا کېدو ډېرې شونتياوې لري.
دغه څرګندونې د بلخ ولايت په مرکز مزارشريف ښار کې د برېښنا اړوند د عامه پوهاوي په موخه "د برېښنا د بيا نوې کېدو" تر سرليک لاندې سيمينار کې وشوې.
د افغانستان د نوې او بدلېدونکې انرژۍ د شرکتونو د اتحاديې رييس کابل خان تدبير وويل، دغه سيمينار په افغانستان کې د شته برېښنايي انرژۍ د اسانتياوو په اړه د عامه پوهاوي يوه هڅه ده.
نوموړي د ياد سيمينار په څنډه کې پژواک خبري اژانس ته وويل، افغانستان د برېښنا د توليد لپاره بېلابېلې سرچينې لري.
هغه زياته کړه، دغه هېواد په کال کې ۳۰۰ لمريزې ورځې لري چې له امله يې ۱۲۲زره مېګاواټه سولري برېښنا د توليد اسانتياوې برابرېږي.
همداراز يې د افغانستان هغه سيمې په ګوته کړې چې د باد له لارې د برېښنا د توليد ډېرې شونتياوې په کې شته دي.
نوموړي د بلخ، تاشقرغان، پنجشېر، جبل السراج، هرات او نيمروز سيمو يادونه وکړه چې په کې د ۶۰زره مېګاواټه بادي برېښنا د توليد امکانات شته دي.
نوموړي زياته کړه، دمګړۍ افغانستان عامو خلکو ته د برېښنا رسېدو په موخه ۴۷۰۰ مېګاواټه برېښنا ته اړتيا لري.
خو هغه وايي، د صنعت د ودې لپاره بيا افغانستان ډېرې برېښنا ته اړ دی چې بايد د خپلو شته امکاناتو له لارې يې ځان ته برابره کړي.
د افغانستان د برېښنا وزارت د نوې او بدلېدونکې انرژۍ د څانګې مسوول عبدالجميل مصلح چې په ياده غونډه کې يې برخه لرله، پژواک ته وويل چې افغانستان لا هم د برېښنا په برخه کې د خپلو وګړو اړتياوې نه دي پوره کړي.
نوموړي زياته کړه، اوسمهال دوی ۸۰۰ مېګاواټه برېښنا له نورو هېوادونو په بيه اخلي؛ خو له ۲۰۰۰ مېګاواټه څخه ډېرې برېښنا ته اړتيا لري.
هغه وايي، د افغانستان د برېښنا د اړتياوو پوره کېدو لپاره ((د نوې او بدلېدونکې برېښنا)) پروسه پيل شوې ده.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن