ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

اندونیزیا د افغانستان د سولې پروسه کې د مهم رول لوبولو لېوالتیا وښوده

اندونیزیا د افغانستان د سولې پروسه کې د مهم رول لوبولو لېوالتیا وښوده

author avatar
24 Aug 2016 - 17:00
اندونیزیا د افغانستان د سولې پروسه کې د مهم رول لوبولو لېوالتیا وښوده
author avatar
24 Aug 2016 - 17:00

کابل (پژواک، ٣ وږى ٩٤): په کابل کې د اندونيزيا سفير وايي چې دوى د افغانستان د سولې له پروسې ملاتړ کوي او غواړي په دې برخه کې مهم رول ولوبوي.

د اندونيزيا سفير انصاري تاج الدين دغه څرګندونې د وږي په ٣مه په کابل کې د خپل هېواد د ازادۍ د ٧١مې کليزې د نمانځلو په مراسمو کې وکړې.

په دغو مراسمو کې د افغانستان د کابينې يو شمېر وزيرانو، مرستيالانو، د ملي شورا غړو، ځینو سياسي څېرو، سفيرانو، ډيپلوماتانو او د افغانستان د نهضت علماء غړو برخه اخيستې وه.

د اندونيزيا سفير وويل چې افغانستان او اندونيزيا خپلې دوستانه اړيکې له ١٩٥٠ زېږديز کال راهيسې پيل کړې او د اندونيزيا لومړي ولسمشر سوکارنو (Soekarno) په ١٩٦١ کال کې له افغانستانه رسمي ليدنه وکړه.

هغه د افغانستان د اوسني وضعيت په اړه د خپل هېواد اندېښنې په څرګندولو سره زياته کړه چې هېواد يې د افغانستان د سولې له پروسې کلک ملاتړ کوي او هڅه کوي تر څو د يادې ستونزې حل يوه برخه و اوسي او په دې اړه فعال رول ولوبوي.

نوموړي زياته کړه چې اندونيزيا افغان محصلينو ته د بورسونو په ورکولو او د تخنيکي او مسلکي زده کړو په برخه کې له افغانستان سره مرستې کړې او په راتلونکي کې به هم ادامه ورکړي.

هغه وايي: ((سږ کال مو افغان محصلينو ته ١٢ تحصيلي بورسونه ورکړي، دغه راز زموږ هېواد سږ کال په بېلابېلو برخو کې د وړتيا لوړولو پروګرامونه هم په لاره اچولي دي.))

د اندونيزيا سفير وويل چې دوى په ځانګړې توګه د عامې روغتيا، عامه نظم، د پوليسو، محاکمو، عدلي او قضايي، ټاکنو کمېسيون د ښځو د پياوړتيا، رسنيو او نورو برخو کې همکاري کړې دي.

د انصاري په وينا، هېواد يې په دې وروستيو کې يې په کابل کې د يوه اسلامي مرکز د جوړولو کار هم پيل کړى چې په کې يو لوى جومات، کلينيک، اسلامي ټولنيز مرکز او يو لوى کتابتون شامل دي.

هغه وويل چې د افغانستان او اندونيزيا اړيکې ورځې تر بلې پياوړې کېږي، د روان زېږديز کال په مارچ مياشت کې د دواړو هېوادنو د وزيرانو په کچه غونډه ترسره شوه.

ده زياته کړه: ((موږ باوري يو چې د دواړو هېوادونو تر منځ پيل شوې اړيکې په ټولو سکټورونو کې که هغه سياسي، اقتصادي، کلتوري او ټولنيزې دي، نورې هم پراخې شي.))

د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت مرستيالې عادلې راز د افغانستان او اندونيزيا اړيکې مهمې او تاريخي وبللې او زياته يې کړه چې دواړه هېوادونه له تېرو شپږو لسيزو راهيسې ډيپلوماتيکي اړيکې لري.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.