ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“د افغانستان هوايي ځواک اوس د هېواد په هر ګوټ کې عملیات کولی شي”

“د افغانستان هوايي ځواک اوس د هېواد په هر ګوټ کې عملیات کولی شي”

author avatar
24 Aug 2016 - 16:19
“د افغانستان هوايي ځواک اوس د هېواد په هر ګوټ کې عملیات کولی شي”
author avatar
24 Aug 2016 - 16:19

کابل (پژواک، ۳ وږی ۹۵): د ملي دفاع وزير وايي، د افغانستان هوايي ځواک بيا پياوړى شوى، خو که د هېواد له وسله وال پوځ سره د نړيوالې ټولنې مرستې سمې لګول شوې وای، اوس به دغه ځواک نور هم پياوړى و.

د ملي دفاع وزير ستر جنرال عبدالله حبيبي نن په کابل کې د افغانستان د هوايي ځواک د تاسيس د ۹۵مې کليزې په مناسبت جوړه شوې ناسته کې وويل چې اوس د څو کلونو مخکې په پرتله د افغانستان هوايي ځواک ډېر پياوړی شوی او کولای شي د هېواد په بېلابېلو ولايتونو کې هوايي عمليات ترسره کړي.

هغه زياته کړه: "د افغانستان هوايي ځواک روان کال د هېواد په ګوټ ګوټ په ځانګړي ډول د هلمند، ارزګان، ننګرهار او کندوز د جګړو پر مهال وښوده چې په ډېره مېړانه د افغان مځکنيو ځواکونه ملاتړ ته وردانګي؛ نو له همدې کبله موږ د افغانستان د خاورې او وطن دښمنانو ته کلکه ماته ورکړه."

د ده په وينا، تېر کال د افغانستان هوايي ځواک د (MD 530) چورلکې او (A 29) سوپر تکانو پوځي الوتکې نه درلودې، خو اوس دغه پرمختللې پوځي چورلکې او الوتکې لري.

خو هغه په تېره شاوخوا يوه نيمه لسيزه کې په پوځي برخه کې له افغانستان سره د نړيوالو د مرستو د لګـښت پر څرنګوالي نيوکه کوي او وايي: "هغه پيسې چې مخکې وې، که چېرې موږ په تېرو ۱۵ کلونو کې په سمه لار مصرف کړې وای، موږ به اوس د پياوړي وسله والو پوځ او پياوړي هوايي ځواک خاوندان وو."

ده په دې اړه د جزئياتو له ورکولو پرته زياته کړه: "په ډېر تاسف سره چې دغه عظيمه سرمايه درسته استعمال نه شوه نو په همدې موخه اردو کمزورې پاتې شوه."

په نننۍ ناسته کې د ملي اردو د هوايي ځواک عمومي قوماندان ډګر جنرال عبدالوهاب وردګ د هېواد د هوايي ځواک د تاسيس ۹۵مې کليزې په مناسبت مبارکي وويله او زياته يې کړه چې د افغانستان هوايي ځواک ژمن دى چې د هېواد له ځمکنۍ بشپړتيا ساتنه وکړي.

هغه وايي چې د افغانستان هوايي ځواک په ۱۳۰۰ هجري لمريز کال کې د غازي امان الله خان د واکمنۍ پر مهال تاسيس او په ۱۳۰۳ کال کې يې له روسيې دوې الوتکې وپېرلې.

ده وويل چې وروسته د افغانستان هوايي ځواک ورځ تر بلې پياوړى شو خو په ١٣٧١ کال کې د کورنيو جګړو له پيل سره د دغه ځواک د زوال ورځې پيل شوې.

د وردګ په وينا، په ١٣٨٧ کال کې کله چې نړيوالې ټولنې له افغانستان سره مرستې پيل کړې، دغه ځواک ته بېرته پاملرنه ډېره شوه.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.