ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د تخار د هزار سمچ ولسوالۍ خلک روغتیايي اسانتیاوو ته لاسرسی نه لري

د تخار د هزار سمچ ولسوالۍ خلک روغتیايي اسانتیاوو ته لاسرسی نه لري

author avatar
24 Aug 2016 - 12:15
د تخار د هزار سمچ ولسوالۍ خلک روغتیايي اسانتیاوو ته لاسرسی نه لري
author avatar
24 Aug 2016 - 12:15

تالقان (پژواک، ٣ وږى ٩٥): د تخار د هزار سمُچ ولسوالۍ اوسېدونکي د لارو د خرابوالي له امله  نه شي کولاى خپل ناروغان پر وخت روغتون ته ورسوي، له دې امله ځیني ناروغان يې په لاره کې ژوند له لاسه ورکوي.

د یادې ولسوالۍ د شورقودوق کلي اوسېدونکی شیراحمد چې له کلي یې د ولسوالۍ تر مرکزه پنځه ساعته پلى مزل دى، پژواک ته وويل: ((په خرو باندې خپل ناروغان د ولسوالۍ روغتیايي مرکز ته رسوو، پنځه ساعته مزل کوو، لارې هم خرابې دي، ډری ناروغان مو په لارو ژوند له لاسه ورکوي، روغتیايي مرکز ډېر لرې دی.))

د یادې ولسوالۍ د پُست مغل سیمې اوسېدونکي شبیراحمد پژواک ته وويل چې په ژمي او دوبي کې یې مېرمنې او ماشومان پر ګڼو موسمي ناروغیو اخته کېږي او د لارې د لرې والي له کبله یې څوک روغتیايي مرکز ته نه بیايي.

نوموړی وايي چې د دوی کلیوال تر څو ډېر مجبور نه شي، خپل ناروغان روغتیايي مرکز ته نه بیايي.

دی وايي: ((زما کوچنى زوى ناروغ شو، لاره مو د ولسوالۍ له روغتیايي مرکز سره ډېره لرې ده  او څو ورځې مې ډاکټر ته ور نه ووست،  کله چې ناروغي یې سخته شوه چې د ولسوالۍ کلینيک ته مې يووړ، ډاکټرانو اول تالقانو او له هغه ځایه یې کابل ته واستولم، نږدې وو چې زوی مې له منځه ولاړ شي.))

د هزار سمُچ ولسوالۍ اوسېدونکي له دولته غواړي چې په دې ولسوالۍ کې یو بل روغتیايي مرکز هم جوړ کړي چې د خلکو ستونزې پرې هوارې شي.

په همدې مهال بیا د هزار سمُچ ولسوال بصیر بېگ پژواک ته وويل چې د دې ولسوالۍ کلي له یو بل او له مرکز څخه ډېر لرې پراته دي.

بیگ وايي چې د هزارسمُچ ډېری کلي د ولسوالۍ له مرکزه له دوو تر پنځو ساعتونو پورې لرې دي او خواره واره پراته دي چې روغتیايي مرکز ته د ناروغانو په رسولو کې ځايي اوسېدونکي له ګڼو ستونزو سره مخ کېږي.

نوموړی وايي: ((د سړکونو نشتوالی یا خرابوالی او روغتیایي خدمتونو ته د خلکو نه لاسرسی تر ټولو عمده ستونزې دي، کلي له یو بل څخه لرې دي، له یوه کلي بل کلي ته دوه تر پنځه ساعته پاى پياده لار ده.))

ولسوال وايي چې دوی څو ځلې د خلکو ستونزې د تخار له سیمه ییز حکومت سره شریکې کړې خو په خبره یې چې تر اوسه په دې اړه کوم ګام نه دی پورته شوی.

دی وايي چې که په دې ولسوالۍ کې یو بل روغتیايي مرکز جوړ شي، د خلکو ۹۰ سلنه ستونزې به هوارې شي.

د افغانستان لپاره د مرستې او پرختیا موسسه (ADA) چې د تخار ټول روغتیايي مرکزونو ته مالي او درملیز امکانات ورکوي وايي چې دوى په هزار سمُچ ولسوالۍ کې يو روغتيايي مرکز لري چې تر ٣٠ کسانو پورې روغتيايي خدمات وړاندې کولاى شي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.