ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“د کابل- لوګر دویم سړک غیر معیاري جوړېږي او چارې يې هم ټکنۍ دي”

“د کابل- لوګر دویم سړک غیر معیاري جوړېږي او چارې يې هم ټکنۍ دي”

author avatar
24 Aug 2016 - 16:24
“د کابل- لوګر دویم سړک غیر معیاري جوړېږي او چارې يې هم ټکنۍ دي”
author avatar
24 Aug 2016 - 16:24

پل علم (پژواک، ۳ وږی ۹۵): د لوګر چارواکي وايي، د کابل- لوګر د دويم سړک چارې ټکنۍ او غير معياري پر مخ روانې دي.

کابو شپږ مياشتې وړاندې د کابل- لوګر د دويم سړک د جوړونې چارې پيل شوې او ټاکل شوې وه چې د اتلسو مياشتو په موده کې بشپړې شي.

د دغه سړک په اړه د لوګر د ولايتي شورا غړي محمد ناصر غيرت د وږي په درېيمه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د کابل- لوګر د دويم سړک چارې غير معياري او په وقفه يي ډول روانې دي.

هغه وايي: ((دا یوه ملي او اساسي پروژه ده، شرکت باید خپل کارونه د قرارداد مطابق ترسره کړي، خو اوس چی موږ ګورو د دې پروژی لومړني بنسټیز کارونه غیر معیاري دي، ډېرې ستونزې لري او ډېرى وخت له کوم دليل پرته د سړک جوړونې کار ولاړ وي.))

نوموړي د بېلګې په توګه وويل: ((سړک سم نه کنده کوي، بيا يې سم نه لوډر کوي او د پولګوټو په جوړولو کې هم پوره مواد نه استعمالوي.))

د لوګر د ولايتي شورا بل غړي حسيب الله ستانکزي هم وويل، د کابل- لوګر د دويم سړک چارې غير معياري دي.

دى زياتوي: ((د دغه سړک د جوړېدو مخه بايد ونيول شي؛ ځکه که په دغه ډول دا سړک جوړېږي، نو له ملت سره لويه جفا ده.))

د ده په وينا، د یاد سړک د جوړېدو چارې ډېرې ورو دي او پر خپل وخت پاى ته هم نه رسېږي.

دغه راز د لوګر د محمداغې ولسوال نصیراحمد امین هم د دغه سړک کارونه ناسم بولي او وایي، د شرکت مسوولینو ته هم ویلي چې د سړک بنسټیز کارونه یې بې کیفیته دي.

ده ټينګار وکړ، که د سړک جوړونې کارونه په همدې ډول روان وي، نو بايد ودرول شي.

د لوګر د فوايد عامې رييس عبدالولي رييسي هم وايي، د کابل- لوګر د دويم سړک چارې غير معياري دي او ډېرې تخنيکي ستونزې لري.

دې وايي: ((د لويو لارو سړکونه په ډېر تخنيکي ډول او په ډېر دقت سره جوړېږي، ښه مواد په کې کارول کېږي، خو بدبختانه چې په دغه سړک کې دغه شيان په پام کې نه دي نيول شوي.))

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.