ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

زاخېلوال په چمن کې د پاکستان د بيرغ سوځول وغندل

زاخېلوال په چمن کې د پاکستان د بيرغ سوځول وغندل

author avatar
24 Aug 2016 - 11:58
زاخېلوال په چمن کې د پاکستان د بيرغ سوځول وغندل
author avatar
24 Aug 2016 - 11:58

کابل (پژواک، ٣ وږى ٩٥): په اسلام اباد کې د افغانستان سفير او د ولسمشر ‌ځانګړي استازي ډاکتر عمر زاخېلوال د سپين بولدک- چمن تر منځ د يو شمېر افغان لاريون کوونکو له خوا د پاکستان د بيرغ سوځولو پېښه وغندله.

دا پېښه د تېرې پنجشنبې په ورځ په داسې حال کې رامنځته شوې وه چې سلګونو افغانانو د دوستۍ له دروازې سره د افغانستان د خپلواکۍ بېرته اخيستلو ورځ نمانځله، خو تر دروازې پورې غاړه د چمن يو شمېر اوسېدونکو لاريون کړى و.

د لاريون پر مهال د دواړو لورو لاریون کوونکو تر منځ تاوتريخوالى رامنځته شو او افغان لاريون کوونکو د پاکستان بيرغ ته اور ورته کړى و.

په اسلام اباد کې د افغانستان سفير ډاکتر حضرت عمر زاخېلوال د پاکستان د بيرغ سوځولو پېښه غندلې ده.

هغه په يوه پيغام کې ويلي چې د پاکستان د بيرغ سوځوونکي د افغانستان د حکومت يا خلکو استازيتوب نه کوي، بلکې دا د يو څو کسانو شخصي کړنه وه.

زاخېلوال زياته کړې: ((موږ نه پوهېږو چې د دوى هدف څه و، خو د بيرغ سوځولو کړنه يې د غندلو وړ ده.))

نوموړي ويلي چې د افغانستان حکومت د پاکستان د ولس پر وړاندې په دې ډول بې احترامۍ باندې باور نه لري.

د افغانستان سفير ويلي چې تر يادې پېښې وروسته د دوستۍ دروازه تړل شوې چې له امله يې دواړو لورو ته زيان اوښتى او په ځانګړې توګه د تازه مېوو سوداګر او کروندګر زيانمن شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې ياده لاره نن په اوومه ورځ هم بنده ده، خو د کندهار چارواکو پرون ويلي وو چې د سپين بولدک- چمن د لويې لارې د خلاصولو په موخه له پاکستاني چارواکو سره لا هم خبرې روانې دي او تمه ده چې تر ننه پورې لار پرانيستل شي.

د کندهار د والي وياند صميم خپلواک پژواک خبري اژانس ته وويل چې د لارې د خلاصولو په اړه په ولايتي کچه د پاکستان له جنرال کونسل او په مرکزي کچه د بهرنيو چارو وزارت له خوا په اسلام اباد کې له پاکستاني چارواکو سره همدا نن هم خبرې شوې دي.

هغه تمه وښوده چې پيل شوې خبرې به مثبتې پايلې ولري او کېداى شي د سپين بولدک- چمن لار نن يا سبا پرانيستل شي.

بلخوا په کندهار کې د تازه مېوې سوداګر وايي، د لارې د بندېدو له امله دوى ته د اوښتي زيان کچه شاوخوا ٦٠ ميليونه افغانيو ته رسېدلې ده.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.