ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پر دريو زامنو بوره مور له حکومت او ژونده نهيلې ده

پر دريو زامنو بوره مور له حکومت او ژونده نهيلې ده

author avatar
24 Aug 2016 - 12:24
پر دريو زامنو بوره مور له حکومت او ژونده نهيلې ده
author avatar
24 Aug 2016 - 12:24

محمودراقي (پژواک، ٣  وږی ٩٥): د کاپيسا د تګاب ولسوالۍ يوه اوسېدونکې وايي چې وسله والو مخالفينو يې درې زامن وژلي، خو تر اوسه ورسره چا هېڅ مرسته نه ده کړې.

دغه مېرمنه چې د نوم له اخیستو يې ډډه کوله، پژواک خبري اژانس ته وويل چې يوه ورځ يې ناڅاپه يو زوى له کلي ورک شو.

هغې زياته کړې، دوى، خپلوانو او دوستانو يې څو ورځې پرله پسې پلټنې وکړې، خو زوى يې پيدا نه شو.

دا وايي: ((د سيمې وسله والو زما زوى خپلې سيمې ته غوښتى و او په جومات کې يې ورته لاسونه او پښې تړلي وو ، ماښام مهال يې له جومات څخه غره ته خېژولى و او هلته يې بيا په بې رحمۍ سره وژلى و.))

دغه مېرمنه زياتوي چې دوى بيا ٢٥ ورځې وروسته خبر شول چې وسله والو يې زوى وژلى او مړى يې د غره په بېخ کې غورځولى دى.

د هغې په وينا، د زوى جسد يې په داسې حال کې ترلاسه کړ چې لاسونه او پښې يې په ځنځير تړلي وو او بيا يې وژلى و.

دا وايي: ((کله چې يې د زلمي زوى جسد کور ته راووړ، نو له لاسونو او پښو يې لا ځنځير نه و لرې کړل شوى، په سترګو مې تياره راغله او بيا پر ځان پوه نه شوم.))

د هغې په وينا چې په  لحد کې به یې هم د خپل زوی  په دومره ظلم وژنه هېره نه شي.

د تګاب ولسوالۍ دغه اوسېدونکې وايي چې دوه نور زامن يې په خپل کلي کې خپل کاروبار کاوو، هر وخت به وسله والو  ورته اخطارونه لېږل او يوه ورځ راغلل چې دا زامن هم ورته ووژني.

د هغې په وينا، زامن يې په پټه وتښتېدل او له حکومته يې د ځان ساتنې په موخه وسله واخيسته او له سيمه ييزو پوليسو سره يو ځاى شول.

د دوى مور وايي چې هره ورځ به يې پر پوستې جګړې کېدې او دې به ورته ټوله ورځ او شپه دعاګانې کولې چې خداى يې ورته وساتي.

دې زياته کړه : ((يوه ورځ زه په کور کې کراره ناسته وم چې ډلې ډلې خلک زموږ کور ته را روان وو، زه خبره شوې وم چې ځيني سيمه ييز پوليس وژل شوي، خو له خپلو زامنو نه وم خبره، په همدې کې وو چې دوه جنازې مې کور ته راننوتلې.))

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.