ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په کابل ښار کې ځانمرګى بريد شوى

په کابل ښار کې ځانمرګى بريد شوى

author avatar
24 Aug 2016 - 19:21
په کابل ښار کې ځانمرګى بريد شوى
author avatar
24 Aug 2016 - 19:21

کابل، لومړى تعقيب (پژواک ٣ وږى ٩٥): د کابل ښار په شپږمه امنيتي حوزه کې ځانمرګى بريد شوى او ويل کېږي، چې د دې بريد موخه امريکايي پوهنتون دى.

امنيتي سرچيني وايي، دغه بريد نن ماښام په شاوخوا ٧ بجو د شپږمې امنيتي حوزې اړوند په دارالامان سيمه کې شوى دى.

له بلې خوا ويل کېږي چې دغه بريد په ياده سيمه کې پر امريکايي پوهنتون شوى دى.

د دې پوهنتون يوه زده کوونکي مسعود حسيني په خپل ټويټر کې کښلي، چې دى اوسمهال په پوهنتون کې دى، لومړى چاودنه وشوه او ورپسې پر دې پوهنتون ډزې کېږي.

نوموړي له امنيتي ځواکونو د مرستې غوښته کړې ده.

د دې پېښې د مرګ ژوبلې په اړه تراوسه پورې کره معلومات نشته او نه هم وسله والو مخالفينو په دې اړه څه ويلي دي.

د دې بريد جزئيات به وروسته په ليکه شي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.