ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

دوه ماین خښوونکي د خپل ماین چاودنې وژلي

دوه ماین خښوونکي د خپل ماین چاودنې وژلي

author avatar
25 Aug 2016 - 15:48
دوه ماین خښوونکي د خپل ماین چاودنې وژلي
author avatar
25 Aug 2016 - 15:48

ترينکوټ (پژواک، ٤ وږى ٩٥): د اروزګان امنیتي چارواکي وايي، په مرکز ترينکوټ کې څلورو ماين خښوونکو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د امنیې قوماندانۍ د امنیت امر سمونیار عبدالقوي عمر د زمري په ٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه څلورو وسله والو طالبانو غوښتل د مرکز ترينکوټ په پيروشي سيمه کې ماين ځاى پر ځاى کړي.

د هغه په وينا، دغه ماين پر يادو طالبانو چاودلى چې له امله يې دوه ماين خښوونکي وژل شوي او دوه نور ټپيان دي.

ده زياته کړه، په وژل شوو طالبانو کې طالب قوماندان ملا ظاهر هم شامل دى چې د دې ډلې مشري یې کوله .

دغه امنیتي مسوول وایي، تر چاودنې وروسته طالبانو خپل مړي او ټپي ملګري له سیمې لېږدولي دي.

د امنیت امر زياتوي، له تېرې یوې اونۍ راهیسې په ټول ولایت کې امنیتي وضعیت ښه دى او هېڅ امنیتي پېښه نه ده شوې.

وسله والو طالبانو تر اوسه د دې پېښې په اړه څه نه دي ويلي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.