ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د تېلو او ګازو بيې لوړې شوې دي

د تېلو او ګازو بيې لوړې شوې دي

author avatar
25 Aug 2016 - 18:13
د تېلو او ګازو بيې لوړې شوې دي
author avatar
25 Aug 2016 - 18:13

کابل (پژواک، ٤ وږى ٩٥): کابل ښار کې نن د تېرې اونۍ په پرتله د پټرول او ډېزل تېلو او ګازو بيې لوړې شوې، خو د بورې بيه بيا راټيټه شوې ده.

د کابل ښار د وزيراباد د تېلو ټانک يوه کارکوونکي عبدالهادي وويل، چې نن د تېرې پنجشنبې په پرتله يو ليتر پټرول تېل له ٤٠ افغانۍ ٤١ افغانۍ او له يو ليتر ډيزل تېل له ٣٦ افغانۍ ٣٧ افغانيو لوړ شوي دي.

دغه راز د کلوله پشتې په بازار کې يوه ګاز پلورونکي محمدشريف وايي، چې نن د تېرې پنجشنبې په پرتله يو کيلو اوبلن ګاز له ٤٥ افغانۍ پنځوس افغانيو ته لوړ شوى دى.

دواړو سرچينو کابل ته د تېلو او اوبلن ګازو وارداتو کموالى په بازار کې د بيو د لوړېدو لامل شوي دي.

کابل ښار کې د خوراکي توکو سوداګرو ټولنې مشر فضل الرحمن پژواک ته وويل، چې نن د تېرې اونۍ په پرتله د ٤٩ کيلوګرامه پاکستانۍ بورې عمده پلور بيه له ٢٥٠٠ افغانۍ ٢٤٥٠ افغانۍ ته راټيټه شوې ده.

د يادې سرچينې د معلوماتو پر بنسټ،نن د تېرو اوو ورځو په څېر د ١٦ ليټره شايسته غوړيو بيه ١٠٥٠ افغانۍ، د ٢٤ نيم کيلوګرامه لومړۍ درجه پاکستانۍ سېله وريجو بيه ١٥٥٠ افغانۍ او ٤٩ کيلوګرامه لومړۍ درجه قزاقستاني اوړو بيه ١٢٨٠ افغانۍ ده.

همدارنګه د کابل ښار منډوي کې يوه چاى پلورونکي حاجي رحمت الله وويل  چې نن د تېرې اونۍ په پرتله يو کيلو شين مدينه چاى په ٢٤٠ افغانۍ او يو کيلوګرام تور افريقايي چاى په ٢٦٠ افغانۍ دى.

د ځينو لومړنيو خوراکي توکو بيې له پرچون پلور بيو سره په ځينو مواردو کې کم او په ځينو مواردو کې ډېر توپير لري.

د کابل ښار تايمنې پروژې د دريم سړک يوه خوراکه پلورونکي عبدالوکيل وويل، چې نن د ٤٩ کيلوګرامه پاکستانۍ بورې بيه ٢٥٠٠ افغانۍ، شپاړس ليټره شايسته غوړيو بيه ١٢٢٠ افغانۍ، ٢٤ نيم کيلوګرامه لومړۍ درجه پاکستانۍ سېله وريژو بيه ١٨٠٠ افغانۍ، ٤٩ کيلوګرامه لومړۍ درجه قزاقستاني اوړه ١٣٥٠ افغانۍ، يو کيلوګرام شين مدينه چاى ٢٦٠ افغانۍ او يو کيلوګرام تور افريقايي چاى بيه ٢٨٠ افغانۍ ده.

د کابل ښار تيمورشاهي واټ کې د حاجي حامد صالحزاده زرګرۍ مالک محمد فواد وويل، چې نن د تېرو اوو ورځو په څېر د ٧٩٠ عيار يوه ګرام عربي سرو زرو بيه ٢٤٥٠ افغانۍ او د ٥٨٥ عيار يوه ګرام روسي سرو زرو بيه ١٩٥٠ افغانۍ ده.

د کابل ښار شهزاده سراى د صرافانو ټولنې د معلوماتو پر بنسټ، نن د يوه امريکايي ډالر ارزښت ٦٦،٩٠ افغانۍ او د زرو کلدارو ارزښت ٦٢٤ افغانۍ دى.

د زمري په ٢٧ مه نېټه د يوه امريکايي ډالر د  اخيستو ارزښت ٦٧،٤٥ افغانۍ او د زرو پاکستانۍ کلدارو ارزښت ٦٢٣ افغانۍ و.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.