ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د مدني ټولنې ګډې کاري ډلې د حکومت مشرانو د اختلافاتو په اړه اندېښنه څرګنده کړه

د مدني ټولنې ګډې کاري ډلې د حکومت مشرانو د اختلافاتو په اړه اندېښنه څرګنده کړه

author avatar
25 Aug 2016 - 19:33
د مدني ټولنې ګډې کاري ډلې د حکومت مشرانو د اختلافاتو په اړه اندېښنه څرګنده کړه
author avatar
25 Aug 2016 - 19:33

کابل (پژواک، ٤ وږى ٩٥): د مدني ټولنې ګډه کارې ډله ګواښ کوي، که د ملي يووالي حکومت مشران خپلو اختلافات لري نه کړي، زياته  شونتيا شته چې افغانستان به  له نوي کړکيچ سره مخامخ شي.

د مدني ټولنې کاري ډلې (CSJWG) غړي نعيم ايوب زاده په خبري ناسته کې وويل، که د ولسمشر او اجرايي مشر اختلافات دوام ومومي ، افغانستان به نور هم د ګډوډۍ لور ته لاړ شي.

نوموړي هيله مندي وښوده، که مسوولين او نور کسان له خپل هېواد سره مينه ولري، هڅه دې وکړي او د دې اختلاف  په له منځه وړلو سره دې، امنيتي، سياسي او اقتصادي بحران ته د هېواد د ورغورځېدو مخه و نيسي.

د دې ډلې بل غړي عزيز رفيعي وويل: "له شکه پرته د خلکو او هېواد په برخليک د چارو مسوولينو د غير مسولانه کړنو له امله، پر ولسواک نظام، ديموکراتيکو ارزښتونو، اساسي قانون، ملي ژمنو، نړيوالو تړونونو او هېواد راتلونکې د خلکو جدي بې باوري رامنځ ته شوې ده."

د هغه په وينا، د يادو بې باوريو يوه برخه په هېواد کې د جګړو، د سياسي مشرانو سرګېچي، د دولت د نه پروګرام درلودو، د خلکو بې وزلي، فقر او وزګارتيا، د نه  خونديتوب او د هېواد د راتلونکې په اړه ناهيلې ته راجع کېږي او ستره برخه يې  د حکومت مشرانو تر منځ اختلاف ته منسوب کېږي او دا مسئله بايد جدي ونيول شي.

د مدني ټولنې ګډې کارې ډلې د دې غونډې په پاى کې د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل، د ولسي جرګې او ولسواليو شوراګانو خپلواک او عمومي ټاکنې له اوسني وضعيت څخه د وتلو يواځينۍ لار ده چې دا ټاکنې له يوې خوا د حکومت مشروعيت او له بل لوري د هېواد لاسته راوړنو د ساتنې او دوام لامل ګرځي.

د اعلاميې په دوام راغلي: "د بروکسل کنفرانس په درشل کې يو، له دولت څخه مو دا غوښتنه ده چې د افغانستان وضعيت په اړه د ښکلا راپورونه وړاندې نه کړي، موږ د افغانستان د وضعيت په اړه د عيني او کره راپورونو او د دولت د کړنو په ځانګړې توګه ناکاميو په برخه کې د جدي قضاوت غوښتنه کوو."

په ورته وخت کې د مدني ټولنې ګډې کاري ډلې ګواښ وکړ، که هېواد کې روانې جګړې کابو نه شي او روغ مديريت رامنځ ته نه شي، کړکېچن حالت به رامنځ ته شي.

د دې اعلاميې په بله برخه کې راغلي: "د ملي يووالي حکومت مشران د خپل واک غوښتنې لپاره د خلکو له رايو څخه د ناوړه ګټې اخيستنې حق نه لري، هغوى د هېوادوالو د رايو په وړاندې ځواب ويونکي دي او د واک د وېش بحث، نه يواځې د نظام مشروعيت بلکې د هېواد برخليک هم له ګواښ سره مخامخ کوي."

د مدني ټولنې ګډې کاري ډلې، د حکومت له مشرانو وغوښتل چې پر شوي سياسي تړون دې عمل وکړي او دې تړون ته دې چې د نظام مشروعيت بنسټ دى، درناوى وکړي.

د حکومت اجرايي مشر دوه اونۍ وړاندې له ولسمشر څخه د خپګان په ښکاره کولو سره وويل چې د ملي يووالي حکومت سياسي تړون بنسټيزې ژمنې په ځانګړې توګه ټاکنيز اصلاحات تر سره شوي نه دي او په دې تړون بايد په بشپړ ډول عمل وشي.

محمد اشرف غني او عبدالله عبدالله  تېره اونۍ له يو بل سره د دې اختلافاتو لرې کولو لپاره سره وکتل او ټاکل شوې ده چې دويمه ليدنه نن ماښام د دواړو تر منځ وشي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.