ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ولسي جرګې يو غړى ټپي شو

د ولسي جرګې يو غړى ټپي شو

author avatar
25 Aug 2016 - 19:37
د ولسي جرګې يو غړى ټپي شو
author avatar
25 Aug 2016 - 19:37

هرات (پژواک ٤ وږى ٩٥): په ولسي جرګه کې د بادغيس يو استازى په هرات ولايت کې د وسله وال بريد په ترڅ کې ټپي شوى دى.

د هرات والي وياند جيلاني فرهاد پژواک خبري اژانس ته وويل، په ولسي جرګه کې د بادغيس ولايت استازى سيد محمدموسى جناب، نن د هرات په شالبان سيمه کې د وسله وال بريد موخه ګرځېدلى دى.

هغه وايي: "جناب صاحب نن له غرمې وړاندې ١٠:٣٠ بجې، کله چې د هرات ښار په شالبافان سيمه کې په خريدارۍ بوخت و، د يوه موټرسايکل سپاره کس له لوري پرې ډزې وشوې او نوموړى په کې ټپي شوى دى."

فرهاد زياته کړه، د ولسي جرګې ياد غړى د امنيتي ځواکونو له لوري د هرات حوزوي روغتون ته لېږدول شوى او روغتيايي حالت يې د ډاډ وړ دى.

د فرهاد په وينا، بريد کوونکى له بريد وروسته تښتېدلى او پوليسو يې د نيولو هڅې پيل کړې دي.

د هرات حوزوي روغتون وياند محمدرفيق شېرزى هم وايي، چې د ولسي ياد غړى په خېټه کې ټپي شوى دى.

د شېرزي په وينا، جناب اوسمهال په روغتون کې بستر او روغتيايي حالت يې د ډاډ وړ دى.

دا په داسې حال کې ده، چې نن سهار په بلخ کې د ولسي جرګې يو بل غړى هم د ماين له چاودنې روغ وتلى، خو د ياد بريد په پايله کې بيا درې کسان وژل شوي او ١٢ نور ټپيان شوي دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.