ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ٣٠ وسله والو د وژلو ادعا وشوه

د ٣٠ وسله والو د وژلو ادعا وشوه

author avatar
25 Aug 2016 - 15:28
د ٣٠ وسله والو د وژلو ادعا وشوه
author avatar
25 Aug 2016 - 15:28

جلال اباد (پژواک، ٤ وږى ٩٥): د ننګرهار چارواکو په حصارک ولسوالۍ کې د روانو عملياتو په ترڅ کې د ٣٠ وسله والو د وژلو ادعا کړې ده، خو طالبان دا خبره ردوي.

د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوږياڼي د وږي په ٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې په حصارک کې تېره شپه د امنيتي منسوبينو د هوايي او ځمکنيو بريدونو په ترڅ کې ٣٠ وسله وال طالبان وژل شوي دي.

هغه زياته کړه، په دغو عملياتو کې له وسله والو يوه پيکا او دوه کلاشينکوفونه هم د امنيتي منسوبينو لاسته ورغلي دي.

د نوموړي په وينا، په عملياتو کې ملکي وګړو او دولتي سرتېرو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

خو د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد د ننګرهار د چارواکو ياده ادعا رد کړې ده.

هغه وايي، د حصارک ټوله ولسوالي دوى نيولې ده، يواځې يو پوځي مرکز له دولت سره دى او په دې جګړو کې يې ګڼ شمېر سرتېرو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

د نوموړي په وينا، د حصارک په ټوله جګړه کې اته طالبان وژل شوي او ١٣ نور ټپیان شوي دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.