ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“د روزنيزو مرکزونو په نښه کول د بشري حقونو تر پښو لاندې کول دي”

“د روزنيزو مرکزونو په نښه کول د بشري حقونو تر پښو لاندې کول دي”

author avatar
27 Aug 2016 - 17:08
“د روزنيزو مرکزونو په نښه کول د بشري حقونو تر پښو لاندې کول دي”
author avatar
27 Aug 2016 - 17:08

کابل (پژواک، ٦ وږى ٩٥): کابل کې د لوړو زده کړو يو شمېر خصوصي موسسو محصلينو د روزنيزو مرکزونو امنيت د ټينګښت غوښتنه کړې او دغه راز يې د دولت له وسله والو مخالفينو غوښتي چې دوى بايد هېڅکله هم روزنيز مرکزونه په نښه نه کړي.

 کابل کې درې ورځې وړاندې د افغانستان پر امريکايي پوهنتون د وسله والو له لوري د درېيو ځانمرګو بريدګرو وسله وال بريد کې، يو استاد، ٧ محصلين، د پوهنتون دوه ساتونکي او د افغانستان د امنيتي او دفاعي ځواکونو درې سرتېري ووژل شول او دغه راز د پوهنتون ٣٦ محصلين او کارکوونکي ټپيان شول. د ياد بريد مسووليت تر اوسه پورې کومې وسله والې ډلې نه دى منلى.

 کابل کې د خاتم النبين خصوصي پوهنتون محصل محمدکريم محمدي د افغانستان پر امريکايي پوهنتون باندې د دولت د وسله والو مخالفينو بريد ته په اشارې سره وويل: "محصل او زده کوونکى څه ګناه لري، د علم زده کړه پر ټولو فرض ده او وسله وال مخالفين بايد ملکي موخې په ځانګړي ډول روزنيز مرکزونه په نښه نه کړي."

 نوموړي د دولت له وسله والو مخالفينو وغوښتل، څو د ځوانانو د تحصيل د دوام مخه ونه نيسي او پرېږدي څو د هېواد راتلونکي جوړونکي د امن په فضا کې تحصيل وکړي.

 کابل کې د کاتب لوړو زده کړو خصوصي موسسې محصل بکتاش حيدري هم وويل، چې د روزنيزو مرکزونو موخه ګرځول؛ له بشري حقونو سرغړونه ده او دغه مرکزونه بايد په پوځي موخو بدل نه کړل شي.

 هغه زياته کړه: "پوهنتون د زده کړو ځاى دى او ارامه فکر ته اړتيا لري، خو اوس ځان هيڅ خوندي نه بولو او هره شېبه په دې فکر يو، چې اوس به چاودنه کېږي او اوس به چاودنه کېږي."

کابل کې د خوارزمي په نوم د لوړو زده کړو يوې بلې موسسې محصل فواد احمد رشيدي وويل چې پر رزونيزو مرکزونو بريد؛ جګړه ييز جرمونه دي.

د هغه په وينا، چا چې پر افغانستان امريکايي پوهنتون بريد کړى، بايد په دې پوه شي چې د دا ډول عملونو په ترسره کولو سره دوى نور هم د خلکو په منځ کې منفور کېږي او بايد د نورو په اشارې بايد روزنيز مرکزونه خپله موخه ونه ګرځوي.

يادې سرچنې له دولت څخه غواړي، څو د خلکو په ځانګړي ډول د رونيزو مرکزونو امنيت ټينګښت په موخه کلک ګامونه پورته کړي.

د يادولو ده چې د افغانستان پر امريکايي پوهنتون بريد، له محصلينو سربېره د يو شمېر خصوصي پوهنتونونو د مسوولانو اندېښنې هم راپورته کړې دي.

 پر افغانستان امريکايي پوهنتون له بريد وروسته کابل کې دوه نورو خصوصي پوهنتونونو (خاتم النبين او دنيا) هم  خپلو دروازو مخې ته سمنټي دېوالونه لګولي دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.