پل علم (پژواک،٦ وږى ٩٥): ناپېژاندو وسله والو په لوګر ولايت کې د پوهنې رياست يو کارکوونکى دکابل په چهاراسياب ولسوالۍ کې وژلى دى.
د پوهنې وزارت لخوا د وږي په ٦مه، پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دا پېښه تېره شپه د کابل ولايت اړونده په چهار اسياب ولسوالۍ کې رامنځته شوې ده.
سرچينې زياته کړې چې ناپېژاندو وسله والو د لوګر د محمد اغې ولسوالۍ د پوهنې د امريت د نظارت غړى محمد ظريف وژلى او بيا تښتېدلي دي.
د لوګر د پوهنې رياست وياند محمد شاهپور عرب پژواک اژانس ته وويل چې محمد ظريف ٦٢ کاله عمر درلود او له ډېرې مودې راهيسې يې په دې رياست کې دنده لرله.
هغه زياته کړه چې نوموړى د محمداغې ولسوالۍ د سرخاو سيمې اوسېدونکى و، خو په دې وروستيو کې يې په چهار اسياب کې ژوند کاوه.
د نوموړي په وينا، ناپېژاند وسله وال د هغه کور ته ورغلي، لومړى يې ښه وهلى او بيا يې زندۍ کړى او وژلى دى.
عرب وايي چې ظريف خان له چا سره دښمني نه درلوده او دوى يې په اړه پلټنې پيل کړې دي.
د يادونې ده چې په لوګر کې د پوهنې پر مامورينو بريدونه ډېر شوي، د پوهنې د رياست د معلوماتو له مخې، په تېرو دوو کلونو کې په دغه ولايت کې د پوهنې اړونده ١٨ کسان وژل شوي او شاوخوا ٢٧ نور ټپيان شوي دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن