ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ننګرهار چارواکو د لسګونو وسله والو د وژلو ادعا وکړه

د ننګرهار چارواکو د لسګونو وسله والو د وژلو ادعا وکړه

author avatar
27 Aug 2016 - 12:07
د ننګرهار چارواکو د لسګونو وسله والو د وژلو ادعا وکړه
author avatar
27 Aug 2016 - 12:07

جلال اباد (پژواک، ٦ وږى ٩٥): چارواکو يو ځل بيا په ننګرهار ولايت کې د بېلابېلو عملياتو په ترڅ کې د لسګونو وسله والو د وژلو ادعا کړې ده.

د ننګرهار د والي وياندعطاء الله خوږياڼي د وږي په ٦مه، پژواک خبري اژانس ته وويل  چې دا عمليات په حصارک او غني خېلو ولسواليو کې ترسره شوي دي.

هغه زياته کړه  چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې په حصارک ولسوالۍ کې د ترسره شويو ځمکنيو او هوايي بريدونو په ترڅ کې ٦٩ وسله وال وژل شوي او يو شمېر  يې ټپيان دي.

خوږياڼي ادعا وکړه چې په وژل شوو وسله والو کې يې نهه تنه قوماندانان هم شامل دي، خو په دې عملياتو کې دولتي ځواکونو او ملکي وګړو ته زيان نه دى اوښتى.

د والي وياند وويل  چې دغه راز د غني خېلو ولسوالۍ د ٢٧ ويالې په سيمه کې تېره ورځ د کورنيو ځواکونو په ځمکنيو او هوايي بريدونو کې اته وسله وال طالبان وژل شوي او د هغوى ګڼ شمېر وسلې هم له منځه وړل شوې دي.

د طالبانو وياند ذ بيح الله مجاهد د حکومت ياده ادعا رد کړې ده. هغه وايي، چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په حصارک کې هيڅ هم نه دي پيښ شوي، له هغه مخکې جګړه کې ١٣ حکومتي عسکر چې د قومندانۍ په ودانۍ کې ترمحاصرې لاندې پاتې وو، وژل شوي .
هغه يواځې د څلورو طالبانو وژل او ٧  نورو ټپي کېدل ومنل.

هغه څو ورځې مخکې ويلي وو، چې له يوه پوځي مرکزه پرته د حصارک ټوله ولسوالۍ له دوى سره ده او د تلفاتو په اړه يې د دولتي چارواکو ادعا رد کړې وه.

د ننګرهار د ولايتي شورا رييس احمد علي حضرت وړمه ورځ پژواک سره په يوه ځانګړې مرکه کې د حصارک وضعيت له اندېښنې ډک بللى و او ګواښ يې کړى و  چې که بېړنۍ پوځي مرستې ور ونه رسيږي، نو ولسوالي به سقوط وکړي.

حصارک د ننګرهار لرې پرته  نا امنه  ولسوالي ده، چې له ازادو سرچينو څخه د پېښو په اړه کره معلومات ترلاسه کول ستونزمن کار دى او ډېرى مهال د حکومت او وسله والو مخالفينو پر ادعاوو تکيه کېږي. 

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.