ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د پکتيا د جاني خېلو ولسوالۍ سقوط وکړ

د پکتيا د جاني خېلو ولسوالۍ سقوط وکړ

author avatar
27 Aug 2016 - 08:55
د پکتيا د جاني خېلو ولسوالۍ سقوط وکړ
author avatar
27 Aug 2016 - 08:55

ګردېز (پژواک، ٦ وږى ٩٥): د پکتيا ولايت چارواکي وايي چې د جاني خېلو ولسوالۍ او دوه نورې لويې پوستې د وسله والو طالبانو لاس ته ورغلې دي .

د پکتيا د والي وياند نقيب احمد اتل د وږي په ٦مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه ولسوالۍ تېره شپه  تر سختې جګړې وروسته د وسله والو لاس ته ورغلې خو امنيتي ځواکونو يې د بېرته نيولو هڅې پيل کړې دي.

هغه زياته کړه، د ولسوالۍ پوليس، ولسوال او نور کارکونکي روغ  رمټ دڅمکنيو ولسوالۍ ته تللي او غواړي چې د دې ولسوالۍ د بېرته نيولو لپاره تدابير ونيسي .

د پکتيا ولايتي شورا غړی تاج محمد منګل وايي چې د تېرې شپې په جګړه کې تر پنځوسو پورې امنيتي سرتېرو او همدا ډول له دوه سوه څخه زياتو وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده .

نوموړی وايي چې په وژل شويو کسانو کې مشهور پاکستانی قوماندان حافظ رشيد او نور کسان هم شامل دي .

منګل وويل چې وسله والو يو شمېر موټر او نورې وسلې او مهمات هم له ځان سره وړي دي .

طالب وياند ذبيح الله مجاهد وايي چې ولسوالۍ يې په بشپړه توګه نيولې، لسګونو امنيتي سرتېرو ته يې مرګ ژوبله اړولې او زياته اندازه وسلې او مهمات يې هم تر لاسه کړي دي .

د يادونې ده چې دا ولسوالي له تېرو څو مياشتو راهيسې کلا بنده وه، تر دې مخکې د کورنيو چارو او ملي دفاع وزارتونو لوړ پوړي امنيتي پلاوي هم د يادې ولسوالۍ د امنيت لپاره پکتيا ته سفرونه کړي وو.

د بغلان ولايت سلګونو اوسېدونکو چې زامنو يې د ملي ځواکونو په ليکو کې په جاني خېلو ولسوالۍ کې دندې ترسره کولې او محاصره وو‌، د هغوى د خلاصون په موخه لاريونونه وکړل او د کابل -شمال لاره يې تړلې وه. 

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.