ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

يو شمېر ناروغان د پروان ملکي روغتون له نسايي-ولادي برخې سر ټکوي

يو شمېر ناروغان د پروان ملکي روغتون له نسايي-ولادي برخې سر ټکوي

author avatar
27 Aug 2016 - 20:49
يو شمېر ناروغان د پروان ملکي روغتون له نسايي-ولادي برخې سر ټکوي
author avatar
27 Aug 2016 - 20:49

چاريکار (پژواک ٦ وږى ٩٥): پروان کې ځينې خلک شکايت کوي چې د دې ولايت د ملکي روغتون د نسايي ولادي څانګې ډاکټران له ناروغانو سره ناوړه چلند کوي، پيسې ورځنې اخلي او ان تر دې چې وهي يې.

د دغه ولايت شمېر چارواکي مني، چې پخوا د ياد ولايت په دولتي روغتون کې يو شمېر ستونزې وې، خو وايي چې اوسمهال دغه ستونزې د امنيتي کمرو په لګولو سره حل شوې دي.

د پروان ولايت د مرکز خواجه سياران سيمې يوې ٢٨ کلنې مېرمنې بې نظير پژواک خبري اژانس ته وويل، چې شاوخوا يوه اونۍ وړاندې د ولادت لپاره د پروان ملکي روغتون ته مراجعه وکړه او له دې امله چې سخت درد پرې راغلى و، خو ډاکټران ورته د مرستې په موخه نه و راغلي.

هغې زياته کړه، وروسته يې پام شو چې يادو ډاکټرانو ترڅو پورې چې پنځه سوه يا زر افغانۍ ورنه کړې، نو د ناروغ معاينه نه کوي.

د بې نظير په وينا، هغه هم اړ شوه او يوې قابلې ته يې د ٥٠٠ افغانۍ ورکړې، چې له هغه وروسته يې بيا معاينه وشوه.

هغې وويل: "يوه ناروغه مې وليده چې له لرې لارې څخه د پروان ولايت سياه ګرد ولسوالۍ ته د ولادت په موخه راغلې وه، قابلې ته يې د ورکړې پيسې نه درلودې، قابلې ورته وويل له ولادت وروسته که هر څنګه کېږي بايد  پيسې ورکړي، يادې مېرمنې هم له ډاره ومنله، خو له ولادت وروسته يې په دې ټينګار کاوه چې پيسې ورسره نشته، خو ډاکټرانو ورته د تلو اجازه نه ورکوله، خو په پايله کې يې ياده مېرمن ووهله، زه په خپله د دې شاهده يم چې هغه يې په څاپېړه ووهله."

دغه راز ٣٨ کلنه شيما، چې د پروان ولايت مرکز د هوفيان شريف اوسېدونکې ده، وايي چې شاوخوا دوه کاله وړاندې د خپل يوولسم بچي د زېږون پر مهال ياد روغتون ته تللې وه.

د هغې په وينا، کله يې چې په ياد روغتون کې په دنده ګومارل شوې مېرمنې ته وويل، چې دا د نوموړې يوولسم بچى دى، نو ياده قابله په غوسه شوه او هغې ته يې سپکاوى وکړ او څو څاپېړې يې ووهله او ورته يې وويل: "ستاسو په څېر په بې سليقه او بې عقلو ميندو دې خاورې واوړي، ولې نړۍ ته دومره زيات ماشومان راوړئ، په دې پرمختللې زمانه کې ولې مخنيوى نه کوئ."

د ياد ولايت د مرکز لغماني سيمې ٢٣ کلنې ناهيد وويل، ورېندار يې دوه مياشتې وړاندې د ياد روغتون په نسايي-ولادي برخه کې بستر شوه او نوموړې هم له خپلې ورېندارې سره روغتون ته تللې وه.

هغې زياته کړه: "زه چې د پايوازې په توګه له خپلې ورېندارې سره تللې وم، له ډاکټرانو او قابله ګانو مې هيڅ ښه چلند ونه ليده، ترڅو پورې چې ډاکټرانو ته رشوت ورنه کړل شي، د ناروغ لوري ته ورګوري هم نه...کله چې رشوت واخلي، نو بيا د ناروغانو ولادت کوي او نړۍ ته د ماشوم له راتلو وروسته ناروغ او يا د هغه پايواز ټينګ نيسي او د شيريني په نوم له هغوى پيسې اخلي."

د هغې په وينا، ډاکټران له يو شمېر ناروغانو او يا د هغوى له پايوازانو کباب او نور خوراکونه غواړي، ته به وايې چې د دوى حق دى.

دغه راز ناهيد زياته کړه: "کله چې د ماشوم د ولادت وخت رانږدې شي، نو د ناروغ کورنۍ ته د اړينو توکو لېست لکه دستکشو او نور ورکوي، څو له درملتون څخه يې وپېرې...کوم توکي چې د ناروغ لپاره غوښتل کېږي، له اړتيا ډېر وي او له زېږون وروسته ترې پاتې کېږي او هغه بيا په نورو ناروغانو په پټه توګه سره پلوري."

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.