کابل ښار( پژواک،٦ وږى ٩٥): پوليسو د يوه ايراني وګړي په ګډون ٤٠ کسان د ٣٠ نشه يي توکو او الکولي مشروباتو د قاچاق په تور نيولي دي.
د مسکراتو او نشه يي توکو جرمونو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز د مطبوعاتو مسوول او وياند احمدخالد موحد پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا کسان په کابل، پنجشير،سمنګانو، پروان، نيمروز،ننګرهار،لغمان،کندوز، جوزجان،هلمند،هرات،فارياب، فراه او بدخشان ولايتونو کې له زياتې اندازې نشه يي توکو او الکولي مشروباتو سره د روان کال د زمري مياشتې په اوږدو کې د پوليسو له لوري نيول شوي دي.
موحد وويل چې نيول شوو کسانو کې يو ايرانى وګړى هم شامل دى.
سرچينې زياته کړه چې له نيول شوو کسانو څخه د بېلابېلو عملياتو په ترڅ کې ټولټال ١١٨ کيلوګرامه هيرويين،څه باندې ٢٤ کيلوګرامه مورفين،څه باندې ٨٦٨ کيلوګرامه ترياک، ٢٩٧ لېتره کيمياوي توکي او څه باندې ١٨٧٣ لېتره الکولي مشروبات هم نيول شوي دي.
موحد يادونه وکړه چې دمګړۍ نيول شوي کسان له اړوندو دوسيو سره تر عدلي او قضايي تعقيب لاندې دي.
دا په داسې حال کې ده چې د روان کال چنګاښ مياشت کې ٢٧ کسان د نشه يي توکو او مسکراتو د ١٨ بيلابېلو قضيو په تړاو د هېواد مختلفو ولايتونو کې نيول شوي دي.
د يادونې ده چې له نشه يي توکو او مسکراتو جرمونو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز له نشه يي توکو او مسکراتو سره د مبارزې قانون د ١٧ او ١٨ مادې له مخې؛ ټولو هغو قضيو ته د عدلي او قضايي لاسرسي واک لري چې اندازه يې لږ تر لږه ٢ کيلوګرامه هيروين،١٠ کيلوګرامه ترياک،٥٠کيلوګرامه چرس،٥٠کيلوګرامه نشه يي توکي او ٥٠ ليتره الکولي مشروبات او مسکرات وي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن