جلال اباد (پژواک، ٧ وږى ٩٥): د جلال اباد ښار د بهسود پله په سيمه کې د ماين چاودنې درې ورزش کوونکي ټپيان کړي دي.
د ننګرهار د والي وياند عطاالله خوږياڼي د وږي په ٧مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن سهار شاوخوا شپږ نيمې بجې د جلال اباد ښار د بهسودو پله په سيمه کې د ماين چاودنې له امله درې ورزش کوونکي ټپيان شوي دي.
هغه وايي: ((دغه درې کسان په سهارني ورزش بوخت وو چې ماين پرې چاودنه کړې ده.))
خوږياڼي وويل تر اوسه معلومه نه ده چې دغه ماين د چا له خوا ځاى پر ځاى شوى و خو د ټپيانو روغتيايي حالت ښه دى.
په ننګرهار کې د بدن ښکلا ورزش استاد نصيراحمد ملکزي هم پژواک ته وويل چې سهار د بهسودو پله په سيمه کې چاودنه شوې ده.
هغه وويل چې هر سهار په دې سيمه کې لسګونه کسان سهارنى ورزش کوي.
د دې چاودنې مسووليت تر اوسه چا پر غاړه نه دی اخيستى.
بهسودو پل د ننګرهار د ولايت مقام په پنځه سوه مترۍ کې موقعيت لري.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن