ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د الچين پله له الوځېدو سره سوداګرو او خلکو ته زيانونه اوښتي

د الچين پله له الوځېدو سره سوداګرو او خلکو ته زيانونه اوښتي

author avatar
28 Aug 2016 - 15:15
د الچين پله له الوځېدو سره سوداګرو او خلکو ته زيانونه اوښتي
author avatar
28 Aug 2016 - 15:15

 کندوز (پژواک، ٧ وږى ٩٥): د افغانستان او تاجکستان تر منځ د سوداګريزو مالونو د لېږد را لېږد د يواځېنۍ ترانزيټي لارې (الچين پول) په ويجاړېدو سره خلکو او سوداګرو ته سختې مواصلاتي ستونزې پيدا شوې دي.

د کندوز امنيتي چارواکي وايي، الچين پول چې ٣٠٠ متره اوږدوالى او شپږ متره پلنوالى لري، د دغه ولايت درې ولسوالۍ له مرکز سره نښلوي او تر څنګ يې له تاجکستان سره د کندوز نښلوونکى دى، ياد پول يوه اوونۍ وړاندې د وسله والو مخالفينو له لوري ويجاړ شو.

د کندوز د سوداګرۍ او صنايعو خونې چارواکي وايي، د الچين پله له ويجاړېدو وروسته  د صادراتي او وارداتي توکو سلګونه موټر د پله د ويجاړېدو په سبب درېدلي چې د هېواد اقتصاد ته يې ستر زيان اړولى دى.

د کندوز ولايت د سوداګرۍ او صنايعو خونې د صنايعو او صادراتي توکو د پراختيا مدير مسعود وحدت پژواک خبري اژانس ته وويل: ((له هغې ورځې چې الچين پول ويجاړ شوى، سوداګرو هره ورځ لږ تر لږه دوه سوه زره امريکايي ډالره تاوان کړى دى.))

هغه زياته کړه چې د دغه پله د الوځولو له امله پوليسو ته اوښتى زيان کولى شي چې په ټوله کې په دغه ولايت کې سوداګريز فعاليتونه په ټپه ودروي.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، هره ورځ سلګونه موټر له کندوز ښار نه ولسواليو او له ولسواليو بېرته ښار ته تلل، د دې تر څنګ په خوراکي توکو، سمنټو او نورو موادو بار لسګونه موټر پر همدغه پله له تاجکستان نه افغانستان ته تېرېدل.

بلخوا هغه سوداګر چې له تاجکستان نه د سمنټو د توريد کار کوي، وايي چې پخوا د پاکستاني (فوجي) سمنټو بيه صفر ته رسېدلې وه او د تاجکي سمنټو بازار تود و، خلکو هم تر ډېره تاجکي سمنټ کارول، خو د الچين پله له ويجاړېدو وروسته د پاکستاني سمنټو بازار بېرته غوړېدلى دى.

په کندوز کې د سمنټو يوه سوداګر منصور وويل: ((پاکستاني سمنټ هم بې کيفيته دي او هم يې بيه لوړه ده، خو د تاجکي سمنټو بيه او کيفيت ښه دى. په تېرو څو مياشتو کې د پاکستاني سمنټو بيه صفر ته رسېدلې، خو ددې پله په ويجاړېدو سره ښايي چې د پاکستانيو بې کيفته سمنټو بيه يو ځل بيا لوړه شي.))

نوموړي له حکومته وغوښتل چې ډېر ژر دې الچين پول له سره ورغوي.

د کندوز ولايتي شورا غړي غلام رباني رباني هم وويل چې د دغه پله ويجاړېدو د خلکو ستونزې زياتې کړې؛ ځکه چې دغه پول  د څلورو ولسواليو او شېرخان بندر خلک د ولايت له مرکز سره نښلوي.

رباني وويل سره له دې چې د دې څلورو ولسواليو اوسېدونکو له همدغه پله په ګټه اخيستو سره له کندوز ښار نه د خپلې اړتيا وړ توکي پېرل، خپل محصولات يې هم د پلور لپاره کندوز ښار ته لېږدول.

 

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.