کابل (پژواک، ٧ وږى ٩٥): د ګوزڼ پر ضد د واکسين پنځه ورځنى کمپاين سبا پيلېږي چې په ترڅ کې به یې له پنځو کلونو د کم عمر ٩،٥ ميليونه ماشومان واکسين شي.
د عامې روغتيا وزير ډاکټر فيروزالدين فيروز د دغه کمپاين د پرانيستو په مراسمو کې وويل، د پوليو يا ګوزڼ پر ضد د واکسین کمپاین به په ټول افغانستان کې د وږي د مياشتي په ۸مه نېټه پيل او د همدې مياشتې تر دوولسمې نېټې پورې به د پنځو ورځو لپاره دوام وکړي.
د عامې روغتيا وزارت له لوري پژواک اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دغه کمپاین به د شاوخوا ۶۵۰۰۰ تنه روزل شوو روغتیايي کارکوونکو له لوري پر مخ یووړل شي.
سرچينه زياتوي: "هغه څه چې دغه کمپاین ته ځانګړی اهمیت ورکوي، دا دى چې په تاریخي توګه د ګوزڼ ډېرې پېښې په زمري، وږي او تلې مياشتو کې رامنځ ته کېږي. دغه مياشتې په افغانستان کې د موسم د بدلېدو وخت دی او په هغو کې د پوليو ويروس ډېر فعال او خطرناک وي، دا هغه پړاو دی چې افغان ماشومان په کې د پوليو له کبله د فلج کېدو یا مړینې له لوړ خطر سره مخ وي."
پولیو یوه فلج کوونکې ناروغي ده چې درملنه نه لري او یواځې د واکسین له لارې یې مخنیوی کېدلی شي.
سرچينه کاږي، د کمپاین په اوږدو کې له پنځه کلنۍ څخه ټولو کم عمره ماشومانو ته ویټامین اې (A) هم ورکول کېږي.
دغه ویټامین د ماشوم د بدن دفاعي سیستم د فعالولو لپاره مهم دی، د دې کمښت د ماشومتوب د ناروغیو، لکه شري او نس ناستي شدت زیاتوي.
څېړنو ښودلې ده چې د ماشومانو مړینه د هغو خلکو په ډلو کې نږدې ۲۰ سلنه زیاته شوې ده چې د ویټامین A له کمښت سره مخ دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن