ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

سبا د ګوزڼ ضد واکسين پنځه ورځنى کمپاین پیلېږي

سبا د ګوزڼ ضد واکسين پنځه ورځنى کمپاین پیلېږي

author avatar
28 Aug 2016 - 16:39
سبا د ګوزڼ ضد واکسين پنځه ورځنى کمپاین پیلېږي
author avatar
28 Aug 2016 - 16:39

کابل (پژواک، ٧ وږى ٩٥): د ګوزڼ پر ضد د واکسين پنځه ورځنى کمپاين سبا پيلېږي چې په ترڅ کې به یې له پنځو کلونو د کم عمر ٩،٥ ميليونه ماشومان واکسين شي.

د عامې روغتيا وزير ډاکټر فيروزالدين فيروز د دغه کمپاين د پرانيستو په مراسمو کې وويل، د پوليو يا ګوزڼ پر ضد د واکسین کمپاین به په ټول افغانستان کې د وږي د مياشتي په ۸مه نېټه پيل او د همدې مياشتې تر دوولسمې نېټې پورې به د پنځو ورځو لپاره دوام وکړي.

د  عامې روغتيا وزارت له لوري پژواک اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دغه کمپاین به د شاوخوا ۶۵۰۰۰ تنه روزل شوو روغتیايي کارکوونکو له لوري پر مخ یووړل شي.

سرچينه زياتوي: "هغه څه چې دغه کمپاین ته ځانګړی اهمیت ورکوي، دا دى چې په تاریخي توګه د ګوزڼ ډېرې پېښې په زمري، وږي او تلې مياشتو کې رامنځ ته کېږي. دغه مياشتې په افغانستان کې د موسم د بدلېدو وخت دی او په هغو کې د پوليو ويروس ډېر فعال او خطرناک وي، دا هغه پړاو دی چې افغان ماشومان په کې د پوليو له کبله د فلج کېدو یا مړینې له لوړ خطر سره مخ وي."

پولیو یوه فلج کوونکې ناروغي ده چې درملنه نه لري او یواځې د واکسین له لارې یې مخنیوی کېدلی شي.

سرچينه کاږي، د کمپاین په اوږدو کې له پنځه کلنۍ څخه ټولو کم عمره ماشومانو ته ویټامین اې (A) هم ورکول کېږي.

دغه ویټامین د ماشوم د بدن دفاعي سیستم د فعالولو لپاره مهم دی، د دې کمښت د ماشومتوب د ناروغیو، لکه شري او نس ناستي شدت زیاتوي.

څېړنو ښودلې ده چې د ماشومانو مړینه د هغو خلکو په ډلو کې نږدې ۲۰ سلنه زیاته شوې ده  چې د ویټامین A له کمښت سره مخ دي.

 

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.