ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

لغمان کې د څه باندې ۷۶ میلیونه افغانیو په لګښت پروژې پیل شوې

لغمان کې د څه باندې ۷۶ میلیونه افغانیو په لګښت پروژې پیل شوې

author avatar
28 Aug 2016 - 16:36
لغمان کې د څه باندې ۷۶ میلیونه افغانیو په لګښت پروژې پیل شوې
author avatar
28 Aug 2016 - 16:36

مهترلام (پژواک، ٧ وږى ٩٥): په لغمان ولايت کې د څه باندې ۷۶ میلیونه افغانیو په لګښت د ۳۳ ښوونځیو لپاره د احاطوي دېوالونو او د برېښنا شبکې د جوړولو پروژې پیل شوې.

د لغمان د مرکز په ګډون په پنځو ولسوالیو کې هم مهاله د ۳۲ ښوونځیو لپاره د احاطوي دېوالونو او د يوه ښوونځي لپاره د برېښنا شبکې د جوړېدو چارې پيل شوې.

د يادو پروژو د پيل په مراسمو کې د لغمان والي عبدالجبار نعيمي وويل چې د دې پروژو مالي لګښت د نړيوال بانک له لوري ورکول کېږي او چارې به يې د درې مياشتو په موده کې بشپړې شي.

د هغه د معلوماتو له مخې، د دغو ٣٢ ښوونځیو له ډلې چې احاطوي دېوالونه ورته جوړېږي، پنځه یې په  مرکز، شپږ یې په قرغیو، شپږ یې په دولت شاه، اته یې په الینګار، شپږ یې په الیشنګ او دوه یې په بادپښ ولسوالۍ کې دي.

دغه راز نعيمي ښوونځي او تعلیمي مرکزونه د فکري جوړېدنې یواځېني اساسي بنسټونه په ګوته کړل او د يادو پروژو له جوړيدو څخه يې خوښي وښوده.

هغه وويل چې په هېواد کې د روانو ناخوالو، د تپل شوې جګړې او د ناپوهۍ پر وړاندې مبارزه یواځې د فکري رغونې پر اساس کېداى شي.

هغه زياته کړه: ((موږ ته په کار ده چې ټول په ګډه د داسې مرکزونو د ساتنې او څارنې په برخه کې خاصه او ځانګړې توجو ولرو ترڅو فکري رغونه وکړاى شوو.))

ده له خلکو او دولتي مسوولينو غوښتنه وکړه چې له رغنيزو پروژو جدي څارنه وکړي تر څو بې کيفيته پروژې ترسره نه شي.

دغه راز د لغمان د پوهنې رييس محمد حضرت مجددي پژواک ته وويل چې يادو ښوونځيو د احاطې دېوالونه نه درلودل چې له امنيتي ګواښونو او نورو ستونزو سره مخ وو.

هغه وويل چې د احاطوي دېوالونو د نه شتون له امله ډېرى وخت زده کوونکي د زده کړو تر پايه په ښوونځي نه پاتې کېدل.

هغه هم د يادو پروژو له جوړېدو څخه خوښي څرګنده کړه.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.