چاريکار (پژواک، ٧ وږى ٩٥): د پروان ولايت سيمه ييز چارواکي وايي چې د ياد ولايت پر سياه ګرد ولسوالۍ د امنيتي ځواکونو د بريد په پايله کې د دولت شپږ وسله وال مخالفين او له هغوى سره دوه برمته زندانيان وژل شوي دي.
د پروان د والي وياند عبدالوحيد صديقي وويل، پرون شپه يوولس بجې د پروان ولايت د سياه ګرد ولسوالۍ په شاهين خېل او سرخي سيمو کې د امنيتي ځواکونو د بريد په پايله کې شپږ وسلوال مخالفين او له دوى سره دوه زندانيان وژل شوي دي.
هغه زياته کړه، تر اوسه پورې د يادو دوو ملکي کسانو هويت نه دى په ډاګه شوى.
په سياه ګرد ولسوالۍ کې د سيمه ييزو پوليسو يوه قوماندان ستار وويل، د ياد بريد په پايله کې د دوه وژل شوو طالبانو مړي د ملي اردو ځواکونو لاس ته غورځېدلي او شپږ نور مړي بيا د طالبانو له لوري لېږدول شوي دي.
پژواک هڅه وکړه، څو په دې اړه د سيمې له اوسېدونکو سره خبرې اترې وکړي، خو له هغوى سره اړيکه ټينګه نکړل شوه.
د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد ويلي، په سياګرد ولسوالۍ کې د دوى پر کسانو بريد نه دى شوى، خو د دوى د معلوماتو له مخې، پر ملکو خلکو چاپه اچول شوې ده، چې د تلفاتو په اړه يې معلومات نه لري.
دا په داسې حال کې ده چې د پژواک اژانس د راپور پر بنسټ، د هلمند په نادعلي ولسوالۍ کې د وږي مياشتې په پنځمه شپه د امريکايي ځواکونو له لوري د وسلوالو طالبانو پر زندان د بريد په پايله کې له هغوى سره د ١٧ برمته شوو پوليسو او د اردو سرتېرو او اووه ملکيانو په ګډون ٣٠ کسان وژل شوي دي.
په ياد بريد کې د ملي اردو يوه ټپي شوي سرتېري ويلي، چې د ياد بريد په پېښه کې شپږ وسلوال مخالفين هم وژل شوي دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن