ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

اطلاعاتو ته د لاس رسي کلتور د پياوړتيا او ترويج يو مياشتينى کمپاين پيل شو

اطلاعاتو ته د لاس رسي کلتور د پياوړتيا او ترويج يو مياشتينى کمپاين پيل شو

author avatar
29 Aug 2016 - 18:20
اطلاعاتو ته د لاس رسي کلتور د پياوړتيا او ترويج يو مياشتينى کمپاين پيل شو
author avatar
29 Aug 2016 - 18:20

کابل ښار(پژواک، ٨ وږى ٩٥): اطلاعاتو ته د لاس رسي د څار کمېسيون، اطلاعاتو ته د لاس رسي کلتور د پياوړتيا په موخه يو مياشتينى کمپاين پيل کړ او ويې ويل، هر ارګان چې د قانون له مخې د اطلاعاتو په ورکړه کې اقدام ونه کړي، څارنوالۍ ته ور پېژندل کېږي.

د ياد شوي کمېسيون مشر سيد اکرام افضلي  نن په کابل کې يوې خبري غونډې ته وويل چې د (( په افغانستان کې اطلاعاتو ته د لاس رسي کلتور ترويج او پياوړتيا)) کمپاين د وږي له اتمې د تلې تر اتمې نېټې پورې چې اطلاعاتو ته د لاس رسي نړيواله ورځ ده، دوام لري.

د هغه په خبره، په دې کمپاين کې د ورکشاپونو د جوړولو،  له رسنيو د پيغامونو خپرولو او د هېواد په مختلفو برخو کې اطلاعاتو ته د لاس رسي پيغامونو لګولو له لارې خبريالانو، چارواکو او خلکو ته اړين عامه پوهاوى ورکول کېږي.

نوموړي زياته کړه چې اطلاعاتو او معلوماتو ته د لاس رسي قانون د بيان ازادۍ لپاره د بنسټيز حق يوه عمده برخه ده چې د بشري حقونو د ١٩٦٦ کال  د نړيوالې اعلاميې په ١٩مه ماده کې تصويب شوې ده.

 په دې ماده کې راغلي:((د بيان ازادي حق چې د اطلاعاتو د لټولو، تر لاسه کولو او خپرولو ازادي په کې ده، له هر ډول رسنيو له پولو په پام کې نيولو پرته.))

د افضلي په خبره، د افغانستان د اطلاعاتو ته د لاس رسي قانون د ١٣٩٣ لمريز کال د مرغومي مياشت کې په رسمي جريده کې خپور او تر اجرا لاندې نيول شوى چې په دې ټولو مواردو کې موضوعاتو ته په کې پام شوى دى.

خو نوموړي وويل چې اوسمهال سره له دې چې دا قانون او اطلاعاتو ته د لاس رسي د څار کمېسيون جوړ شوى، وضعيت بد شوى او رسنيو ته په وخت سره اطلاعات نه ورکول کېږي.

 د هغه په خبره، که چېرته حکومتي او نا حکومتي ادارې د څېړنيز او فيچري راپور د چمتو کولو تر درېيو ورځو پورې رسنيو او خلکو ته معلومات او اطلاعات ورنه کړي، د ياد شوي قانون سره سم به له قانوني چلند سره مخ کېږي.

هغه وويل چې ياد شوى کمېسيون کولى شي چې د هغو اشخاصو په اړه چې خلکو او رسنيو ته اطلاعات نه ورکوي، ځينې اقدامات لکه کسر معاش او د هغه د لرې کولو وړانديز وکړي.

هغه زياته کړه:((... هغه کسان چې د ادارو په سر کې دي، له موږ سره  همکاري ونه کړي او د کمېسيون پرېکړې ونه مني، څارنوالۍ ته به يې ور وپېژنو.))

 افضلي له حکومت په ځانګړي ډول له لويې څارنوالۍ وغوښتل چې له دې کمېسيون ملاتړ وکړي او اطلاعاتو ته د لاس رسي قانون پلي کېدو کې اړين اقدامات وکړي.

د پژواک خبري اژانس مشر او اطلاعاتو ته د لاس رسي د څار کمېسيون غړي دانش کړوخېل په نننۍ ناسته کې له رسنيو وغوښتل چې په دې کمپاين کې فعاله ونډه واخلي، له کمېسيون سره د پيغامونو په خپرولو کې مرسته وکړي او که چېرته اطلاعاتو ته د لاس رسي په برخه کې له ستونزو سره مخ کېږي، موضوع په رسمي ډول له کمېسيون سره شريکه کړي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.