ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

مسعود: سترو ښارونو ته د کليوالو د راکډه کېدو کچه لوړه شوې

مسعود: سترو ښارونو ته د کليوالو د راکډه کېدو کچه لوړه شوې

author avatar
29 Aug 2016 - 17:19
مسعود: سترو ښارونو ته د کليوالو د راکډه کېدو کچه لوړه شوې
author avatar
29 Aug 2016 - 17:19

کابل (پژواک، ٨ وږى ٩٥): د اصلاحاتو او غورې حکومتولۍ په برخه کې د ولسمشر ځانګړى استازى وايي چې که خلکو ته چېرې د ولسواليو په کچه کاري زمينه مساعده او سترې اقتصادي پروژې عملي شي؛ ښارونو ته به د کليوالو د راکوچېدو کچه راټيټه کړي.

احمد ضياء مسعود نن په کابل کې د هېواد د ښاروالانو په دويمه ملي ناسته کې وويل، چې په سترو ښارونو کې ډېره پانګونه شوې، خو دا بيا په ښاروالانو پورې اړوند ده، چې د غوره خدمتونو په وړاندې کولو سره له پانګونو څنګه ګټه پورته کړي.

نوموړي د هېواد ښاروالانو ته وويل: "تاسو هڅه وکړئ، څو د خلکو ژوند په ټولو اړخونو کې مثبت بدلونونه رامنځته کړئ، بل چې ډېر اهميت لري دا دي چې د يوه ښاروال په توګه؛ ښاري زېربناوې چې کانالېزاسيون، چټلې اوبه، لښتي، پلې لارې، چاپېريال، تفريحي پارکونه او له کليو سره د ښار نښلوونکي سړکونه؛ د ولسواليو او ولايت په کچه ورغوئ."

مسعود د دې خبرې په څرګندولو سره چې سترو ښارونو ته د کليوالو د کډوالۍ کچه زياته شوې، وويل چې که چېرې د بېلابېلو ولايتونو د ولسواليو په کچه سوداګريز مرکزونه رامنځته، کاري زمينه مساعده او اقتصادي پروژې عملي شي؛ بيا به بانډه وال کليو تر له راتلو مخنيوى کوي.

نوموړي د دې خبرې په څرګندولو سره چې د ښاروالۍ قانون د نهايي کېدو په حال کې دى، وويل چې دغه قانون ښاروالانو ته فرصت ورکوي چې له مالي اړخه خپلواک وي او  يو پياوړى ټيم ولري، څو د ښارونو او بانډو ترمنځ واټن له منځه يوسي او په ښارونو کې شوي خدمتونه په کليو او بانډو کې هم ترسره شي.

هغه زياته کړه: "په دې کار سره د خلکو په ژوند کې انډول رامنځته کېږي، څو هغه کسان چې په لرو پرتو ولسواليو کې اوسيږي؛ داسې فکر ونه کړي چې د ښاري ژوند له اسانتياو بې برخې دي."

د سيمه ييزو ارګانونو سرپرست عبدالباقي پوپلزي هم په ياده ناسته کې وويل: "پخوا ډېرى ښاروالان له دولسم ټولګيو فارغ و، خو اوسمهال ٩٠ سلنه ښاروالان ليسانس او ماسټر دي چې دا په خپله په کارونو کې مثبت بدلونونه رامنځته کوي."

نوموړي د دې خبرې په څرګندولو سره چې اوسمهال د پخوا په پرتله سيستم ساده شوى، وويل چې پخوا به د جواز ورکړې سيستم له ١١٠ پړاوونو تېرېده، خو اوسمهال څوارلسو پړاوونو ته رسېدلى چې د پخوا په پرتله اوس په کارونو کې ډېره اسانتيا رامنځته شوې ده.

د سيمه ييزو ارګانونو سرپرست د دې خبرې په څرګندولو سره چې د کابل، لښکرګاه او کندهار ولايتونو د ښاروالانو خپل ستراتيژيک پلانونه چمتو کړي، له نورو ښاروالانو هم وغوښتل چې د خپلو ولايتونو ستراتيژيک پلانونه چمتو او تدوين کړي.

د ښارجوړونې وزارت د ودانيزو چارو مرستيال امرالدين سالک د دې خبرې په څرګندولو سره چې د ښاروالانو په مخ کې ډېرې ستونزې پرتې دي، وويل بايد هڅه وشي څو اوسنۍ ټولې ستونزې له منځه ولاړې شي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.