ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ولسمشر او اجرايي رييس هوکړې ته ورسېدل

ولسمشر او اجرايي رييس هوکړې ته ورسېدل

author avatar
29 Aug 2016 - 10:46
ولسمشر او اجرايي رييس هوکړې ته ورسېدل
author avatar
29 Aug 2016 - 10:46

کابل ښار (پژواک، ٨ وږى ٩٥): ولسمشر او د حکومت اجرايي رييس په ټاکنيز نظام کې پر اصلاحاتو راوستو، د برېښنايي تذکرو پر وېش او د اساسي قانون د تعديل کمېسيون پر جوړښت هوکړې ته ورسېدل.

د اجرايي رياست مرستيال وياند احمد اميد ميثم پژواک خبري اژانس ته وويل چې ولسمشر او اجرايي رييس د ملي يووالي حکومت د کار د ډول په اړه د درېيم ځل لپاره يو له بل سره وليدل.

هغه زياته کړه، په دې ليدنه کې پر څلورو مهمو مواردو لکه په ټاکنيز نظام کې اصلاحات، د برېښنايي تذکرو وېش، د اساسي قانون د تعديل لويې جرګې جوړول او د ملي يووالي حکومت د تشکيل هوکړه ليک پر پلي کېدو د څارونکې کمېټې د غړو پر ټاکلو هوکړه وشوه.

هغه وويل چې د هوکړې جزييات به په راتلونکې اوونۍ کې په رسمي ډول اعلان شي او احتمال لري چې ولسمشر او اجرايي رييس به د هېواد پر نورو مهمو مسايلو هم په راتلونکي کې ناستې ولري.

عبدالله هم ويلي چې د ملي يووالي حکومت د جوړښت د هوکړه ليک پر پلي کېدو بحثونه روان دي او د سياسي هوکړه ليک د ګټو د بشپړ تطبيق پروسه کې مشوره او تفاهم تعقيبوي.

د دواړو مشرانو ترمنځ اختلافات وروسته له هغه را پورته شول چې نږدې دوه اوونۍ وړاندې د حکومت اجرايي رييس پر ولسمشر نيوکه وکړه چې  د ملي يو والي حکومت د سياسي هوکړه ليک بسټيزې ژمنې لکه د لويې جرګې رابلل، د اساسي قانون تعديل، په اجرايي صدارت د اجرايه رياست بدلېدل او ټاکنيز اصلاحات نه دي عملي شوې.

د ولسمشر او اجرايي رييس ترمنځ اختلافاتو د سياسي څېرو، ملي او نړيوالو بنسټونو غبرګونونه هم له ځان سره لرل، تر دې چې په افغانستان کې د ناټو او امريکايي ځواکونو قوماندان ګواښ وکړ چې سياسي جنجالونه بايد د افغانستان د امنيتي برخې لاسته راوړنې کمزورې نه کړي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.