ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په هلمند کې چاودنې شپږ ملکي وګړي وژلي

په هلمند کې چاودنې شپږ ملکي وګړي وژلي

author avatar
29 Aug 2016 - 15:55
په هلمند کې چاودنې شپږ ملکي وګړي وژلي
author avatar
29 Aug 2016 - 15:55

لښکرګاه (پژواک، ۸ سنبله ۹۵): د هلمند په ناوې ولسوالۍ کې د ملکي وګړو  پر موټر  د ماين چاودنې له امله ١١ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده‌.

د هلمند د والي وياند عمر ځواک  د وږي په ٨مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې چاودنه ې پر يوه فولډر ډوله موټر شوې چې له ناوې ولسوالۍ د خانشين پر لور روان و.

د هغه په وينا، پر دغه ملکي موټر چاودنه د ملي اردو له يوه کمپ سره نږدې پر سړک شوې ده چې له امله يې شپږ کسان وژل شوي او پنځه نور ټپيان دي.

ځواک وايي چې په مړو او ټپيانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

د اغا ګل په نوم د يادې پېښې د ټپيانو يوه پايواز پژواک اژانس ته وويل چې دوى د کوژدې په مراسمو کې د ګډون لپاره روان و  چې په لاره پرې چاودنه وشوه.

دى وايي چې په وژل شوو کې د يوه نارينه  تر څنګ پنځه ښځې او يو ماشوم وژل شوي، درې ښځې او درې ماشومان  ټپيان  شوي دي.

په لښکرګاه کې د ايمرجنسي روغتون يوې سرچينې پژواک اژانس ته وويل چې ورته له يادې پېښې پنځه  ټپيان ور وړل شوي چې درې يې ښځې او دوه يې ماشومان دي.

وسله والو طابانو په دې اړه څه نه دي ویلي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.