جلال اباد (پژواک، ٩ وږى ٩٥): د ننګرهار ولايت د ملي امنيت موظفينو نږدې ٧٠ کلن سپين ږيرى د تښتوونکو له منګولو خوشې او درې تښتوونکي يې ونيول.
د ننګرهار د ملي امنيت رييس بريدجنرال داد محمد حريفي د وږي په ۹مه په جلال اباد کې يوې خبري غونډې ته وويل چې د حاجي ګل خان په نوم شاوخوا اويا کلن سپين ږيری چې د جومات موذن هم و، ٢٤ ورځې مخکې د سره رود ولسوالۍ د ګل غونډۍ له سيمې څخه د سهار د لمانځه پر مهال د جومات له مخې څخه تښتول شوى و.
هغه زياته کړه، چې ياد کس د تښتوونکو له لوري د شيخ مصري په سيمه کې ساتل شوی و،چې د ملي امنيت مؤظفينو د کشفي معلوماتو له تر لاسه کولو وروسته د ځانګړو عملياتو پر مهال تېره شپه د تښتوونکو له منګولو ازاد او درې انسان تښتوونکي ونيول شول.
د ملي امنيت رييس وايي، نيول شوي انسان تښتوونکي ذاکر، هجرت الله او حيات الله نومېږي چې د خوږياڼو ولسوالۍ د نکړخېلو اوسېدونکي دي او سره وروڼه هم دي.
د تښتوونکو له منګولو خوشې شوي سپين ږيري ګل خان وويل،انسان تښتوونکو دده د کورنۍ له غړو څخه د خوشې کېدو په بدل کې د سل زره امريکايي ډالرو د ورکړې غوښتنه کوله .
هغه زياته کړه : ((زامن مې بې وزله دي، يو په ښار کې شيدې خرڅوي، بل په ښار کې رنګمالي کوي او بل يې اولادونو ته نفقه د مستريتوب له لارې پيدا کوی،نو ځکه مې تښتوونکو ته د سل زره امريکايي ډالرو د ورکړې توان هم نه درلود.))
نوموړي د ملي امنيت له موظفينو څخه مننه وکړه چې د نوموړي په خوشې کولو کې يې هلې خلې وکړې
د ملي امنيت موظفينو ياد انسان تښتوونکي هم رسنيو ته وښودل،چې په خپل جرم يې اعتراف هم کړی دى.
امنيت ملي د تښتوونکو له منګولو ازاد شوی حاجي ګل خان خپلې کورنۍ ته روغ رمټ وسپاره .
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن