کابل (پژواک، ٩ وږی ۹۵): د کورنيو چارو وزير د پوليسو په چوکاټ کې د ښځينه پوليسو شتون ډېر اړين وباله، ويې ويل چې په دې برخه کې د پام وړ کړنې نه دې ترسره شوې او بايد د دوى د جلب او جذب چارې ګړندۍ شي.
دغه څرګندونې د کورنيو چارو وزير ستر پاسوالو تاج محمد جاهدنن په کابل کې د ولسمشر د مېرمنې رولا غني او په افغانستان کې د اروپايي ټولنې د پوليسو د ماموريت (EUPOL) د مشرې په ګډون "د افغان پوليسو د ليدلوري او د هغوی د راتلونکې" په اړه په جوړه شوې دوه ورځنۍ ناسته کې وکړې.
هغه زياته کړه: "د افغانستان په سنتي ټولنه کې ډېرې ستونزې شته په ځانګړي ډول مېرمنې له بېلابېلو تاوتريخوالو او ګڼو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي، نو يادې ستونزې ته په پام د پوليسو کړنې د ښځينه پوليسو تر شتون پرته ناقصې دي."
دی وايي، دا مهال ډېر پوليس د نورو پوځيانو په څېر له ترهګرۍ سره په جګړه کې بوخت دي، د دې جدي اړتيا ليدل کېږي چې د پوځي عملياتو، د کورونو د پلټنې او ښځينه وو د تلاشۍ لپاره ښځينه پوليسې شتون ولري.
د کورنيو چارو وزير ټينګار وکړ چې د ښځينه پوليسو د جلب او جذب چارې به ډېرې ساده او ګړندۍ کړي او د پوليسو په ليکو کې به د ښځينه پوليسو لپاره اړينې اسانتياوې برابرې کړي.
هغه د پوليسو په ليکو د ښځينه پوليسو اراز او اذيت ته په اشارې سره وويل: "موږ به د پوليسو په ليکو کې د ښځينه پوليسو لپاره لا مساعد چاپېريال برابر کړو، د دوی پر وړاندې د هر ډول ځورونۍ او مزاحمت مخه به نيسو او قضيې به يې تعقيب تر څو د کورنيو اعتماد ترلاسه کړو."
همداراز د ولسمشر مېرمنې بي بي ګل رولا غني د پوليسو په ليکو کې د ښځينه وو پوليسو شتون ډېر اړين وباله او ټينګار يې وکړ چې بايد د ښځينه پوليسو د جلب او جذب چارې ګړندۍ او ډېرې نجونې بايد په ياد وزارت کې پر دندو وګومارل شي.
هغې وويل: "د پوليسو په ليکو کې د ښځينه وو شتون د قانون د پلي کېدو چارې اسانوي، د کورونو او مېرمنو د تلاشۍ لپاره اړينه ده چې ښځينه پوليس ولرو؛ همدا راز مهمه ده چې اناثيه زندانيانو د ساتنې او نظارت چارې هم ښځينه پوليسې پر مخ يوسي."
رولا غني د کورنيو چارو وزارت په چوکاټ کې د ښځينه پوليسو د جلب او جذب، مرستې او پوهاوي پروګرامونو د پلي کېدو په موخه په افغانستان کې اورپايي ټولنې د پوليسو د ماموريت (EUPOL) له مرستو مننه وکړه او په دې برخه کې يې لا ډېرې مرستې وغوښتې.
په افغانستان کې د اورپايي ټولنې د پوليسو ماموريت (EUPOL) مشرې پيا شترنوال (Pia Stjernvall) وويل: "د پوليسو پېاوړي کېدل په هېواد کې د ثبات د راتګ لپاره لار هواروي او کولای شي په ښه ډول د خلکو خدمت وکړي نو اړينه ده چې د پوليسو د کړنو او همغږۍ برخې ته جدي پاملرنه وشي."
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن