کابل (پژواک ٩ وږى ٩٥): ولسمشر وايي، په افغانستان کې د خوړو نړيوال پروګرام تمرکز باید د کروندګرو په محصولاتو وي، نه پر بهرنیو غذايي وارداتو.
له ارګ څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې ولسمشر محمد اشرف غني نن مازیګر د ملګرو ملتونو سازمان د خوړو نړيوال پروګرام له اجرايي مسوولې مېرمن ارتارین کازین او مل پلاوي سره په ارګ کې، وکتل.
ولسمشر د خوړو نړيوال پروګرام له مسوولینو څخه له دې امله چې افغانستان ته یې سفر کړی، مننه وکړه او ويې ویل، تر دې مخکې د خوړو نړيوال پروګرام لازم موثریت نه درلود، خو دا مهال د دغه بنسټ په پروګرامونو کې مثبت بدلون راغلی او ټینګار یې د کار پر موثریت دی.
ده زياته کړه، په افغانستان کې د خوړو نړيوال پروګرام تمرکز باید د کروندګرو په محصولاتو وي، نه پر بهرنیو غذايي وارداتو؛ دا بنسټ دې د کروندګرو محصولات وپېري، ځکه دا زموږ کروندګرو سره مرسته کوي چې د حاصلاتو ظرفیت یې زیات شي.
ده څرګنده کړه، دولت په پلان کې لري چې د اوبو زیات بندونه جوړ او ګټې اخيستنې ته وسپاري، په دې کار سره د افغانستان اوبه مدیریت کېږي او د کروندګرو حاصلات زیاتوي.
نوموړي د یاد بنسټ له مسوولینو وغوښتل چې کروندګرو سره په بېلابېلو برخو په ځانګړي ډول د چرګانو فارمونو او د کرنیزو محصولاتو په پروسس کې همکاري وکړي، چې له کروندګرو څخه په ملاتړ په ځانګړي ډول د کرنیزو محصولاتو د پېرلو په برخه کې به د زراعت په بازار کې د پام وړ ښه والی راشي.
غني هېواد ته د راستنېدونکو د ستونزو په اړه وویل، ډېری راستانه شوي ښارونو ته نږدې ژوند کوي، چې کار ته اړتیا لري. هغوی ته باید د کرنې او زراعتي محصولاتو د پروسس په برخه کې د کار زمینه برابره شي.
د ده په وينا، په هېواد کې د کرنیزو محصولاتو زېرمې باید جوړې شي، ترڅو له دې لارې د کروندګرو د محصولاتو لپاره بیمه رامنځته شي.
هغه ټینګار وکړ، غذایي مصوونیت د افغانستان دولت له لومړیتوبونو څخه دی.
ولسمشر وویل، د زراعت سکتور په ترویج او پیاوړتیا کې د زراعت پېشه ښځو رول مهم دی او په عمده کرنیزو برخو کې د بزګر پوهه باید زیاته شي.
هغه زیاته کړه، د بزګرو غوښتنو ته باید رسیدګي وشي او لازم غذایي خونديتوب رامنځته شي.
اشرف غني لوژستیک او د کرنیزو محصولاتو د پروسس برخه کې د یاد بنسټ رول مهم وباله او ويې ویل، دا بنسټ د کرنیزو محصولاتو د زیاتوالي په برخه کې ښه موثریت لري او په دې برخه کې یې د هغوی د همکارۍ غوښتنه وکړه.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن