ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په خوست کې يو لوی تفريحي پارک ګټې اخيستنې ته چمتو شو

په خوست کې يو لوی تفريحي پارک ګټې اخيستنې ته چمتو شو

author avatar
30 Aug 2016 - 17:40
په خوست کې يو لوی تفريحي پارک ګټې اخيستنې ته چمتو شو
author avatar
30 Aug 2016 - 17:40

خوست ښار (پژواک، ٩ وږى ٩٥): په خوست ولايت کې يو لوی تفريحي پارک ګټې اخيستنې ته چمتو شو

ياد تفريحي پارک چې د خوست ښار لوېديځ لورته د پروژې باغ په ۴۸ جريبه ځمکه کې د نشه يي توکو پرضد د مبارزې وزارت په مالي لګښت په يو نيم کال کې جوړ شوی، نن  ګټې اخيستنې ته وسپارل شو.

د خوست والي حکم خان حبيبي ددغه پارک د پرانېستو په مراسمو کې پژواک اژانس ته وويل چې دغه تفريحي پارک په هغو پيسو جوړ شوی، چې هر کال د نشه يي توکو پرضد د مبارزې وزارت له خوا د کوکنارو د نه کرلو په بدل کې دې ولايت ته ورکول کيږي.

حبيبي زياته کړه چې په دغه تفريحي پارک کې د فوټبال، کرکټ او واليبال د لوبو معياري لوبغالو ترڅنګ دلامبو وهلو حوضونه، د ماشومانو د لوبو ځايونه، جومات، کانتين او نورې اسانتياوې موجودې دي.

والي وويل: ((په دغه تفريحي پارک باندې ۶۱ ميليونه افغانۍ مصرف شوی دی، خو دا بسنه نه کوي، خوست يو کرنيز ولايت دی او په دغه برخه کې نورو ساختماني پروژو ته هم اړتيا ده.))

بل خوا د نشه يي توکو پرضد د مبارزې وزارت وزيرې سلامت عظيمي چې ددغه پارک د پرانېستو په مراسمو کې يې ګډون کړی و، وويل چې دوی هغو ولايتونو ته چې د نشه يي توکو کر او کښت په کې صفر وي، هر کال يو ميليون ډالر ورکوي.

وزيرې سلامت عظيمي زياته کړه، چې اوس هم په ټول هېواد کې له يو ميليون زيات کسان د نشه يي توکو په استعمال روږدي دي، خو کوښښ کوي چې د ټولګټو پروژو د پلي کولو له لارې د هغوی په شمېر کې کموالی راولي.

هغه وايي: ((موږ هيله لرو او هڅه کوو چې هميشه له دغه ولايت سره په بېلابېلو برخو کې کومک وکړو او ددې ولايت د اوسېدونکو  له  غوښتنو سره سم به نورې پروژې پلې کوو.))

د خوست د ولايتي شورا رييس عبدالولي واحدزی بيا وايي، که څه هم په دې ولايت کې د نشه يي توکو کر او کښت صفر دی، خو مرکزي دولت په ځانګړي ډول د نشه يي توکو پرضد د مبارزې وزارت په تېرو پنځلسو کلونو کې له پامه غورځولي.

نوموړی زياتوي: ((موږ کوکنار نه کرو، خو د نشه يي توکو پرضد د مبارزې وزارت څخه غواړو، چې موږ سره دې د مور او ميرې چلند پريږدي او د نورو ولايتونو په ډول دې زموږ بزګرو ته هم کار وکړي.))

د خوست د نشه يي توکو پرضد د مبارزې رياست د معلوماتو له مخې، چې تردې دمه د اړونده وزارت په مالي مرسته په دغه ولايت کې ۱۲ ټولګټې پروژې پلې شوې، چې له هغه جملې اته  يې بشپړې او څلور نورې تر کار لاندې دي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.