کابل (پژواک، ٩ وږى ٩٥): د اروپايي هېواد سربيا دولتي ځواکونو د يو لړ عملياتو په ترڅ کې د يو شمېر قاچاقچيانو په ګډون ٦٤ افغانان نيولي دي.
غربي رسنيو د دغه هېواد د دفاع وزارت د سرچينو په حواله د وږي په ٩مه خبر ورکړى چې دغه غير قانوني کډوال له بلغاريا څخه سربيا ته اوښتي وو چې ونيول شول.
سرچينې زياته کړې چې امنيتي ځـواکونو لومړى درې تنه قاچاقچيان نيولي وو او د هغوى په ښودنه يې د سربيا او بلغاريا پر ګډه پوله د سربيا له زجيکار سيمې ٦٤ افغان غير قانوني کډوال ونيول.
د سربيا د دفاع وزارت سرچينو ويلي چې په نيول شوو افغانانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.
د دغه وزارت له خوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې له نيول قاچاقيانو پلټنې پيل شوې دي.
د يادونې ده، سربيا او بلغاريا هغه هېوادونه دي چې اسيايي وګړي منځني او غربي اروپا ته د ځانونو رسولو لپاره ترې کار اخلي.
د کډوالو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، له تېر يوه کال راهيسې شاوخوا دوه سوه زره افغانان اروپايي هېوادونو ته په قاچاقي لارو تللي دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن