ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

چارواکي: له داعشه وسله والو د نیول شوو سیمو خوشې کول تاکتیکي شا تګ و

author avatar
30 Aug 2016 - 17:13
author avatar
30 Aug 2016 - 17:13

جلال اباد (پژواک، ۹ وږی ۹۵): د ننګرهار د هسکې مېنې، کوټ او اچين ولسواليو اوسېدونکي وايي چې دولتي ځواکونو نيول شوې سيمې بېرته داعش ته پرېيښې خو ځايي چارواکي وايي چې د داعش د ځپلو لپاره يې تاکتيکي شا تګ کړى دى.

څه موده وړاندې په يادو ولسواليو کې د داعش ځپلو په موخه ګډو افغان امنيتي ځواکونو د بهرنيو ځواکونو په همکارۍ د قهر سېلاب په نوم عمليات ترسره کړل او له داعش څخه يې ګڼې سيمې تصفيه کړې، خو اوس ځايي اوسېدونکي وايي چې دولتي ځواکونو بېرته سيمې پرېيښې دي.

که څه هم د ننګرهار ولايتي چارواکي دغه ګام د امنيتي ارګانونو يو تاکتيکي کار  ګڼي؛ د هسکې مېنې، اچين او کوټ ولسواليو د يو شمېر لرو پرتو سيمو اوسېدونکي اوس شکايت کوي چې د دولتي ځواکونو په وتلو داعش وسله والو بېرته د خلکو پر ځورولو لاس پورې کړی دی.

د کوټ ولسوالۍ اوسېدونکي محمدانور کوټوال د وږي په ٩مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د کوټ، اچين او هسکې مېنې له ټولو هغو سيمو څخه چې پخوا په کې د عملياتو پر مهال دولتي ځواکونو پوستې جوړې کړې وې، د هغوی په شا تګ بېرته د داعش لاسته ورغلي دي.

هغه زياته کړه: ((پخوا امنيتي ځواکونو د کوټ ولسوالۍ په غاله خېلو، پرتاخېلو، وداني، بانه دارو، حسابندو، کولالو نرۍ، او سرای بازار سيمو کې، د اچين په پېښه، مامند او عبدالخېلو او د هسکې مېنې اوغز، د ولسوالۍ بازار او يو شمېر سيمې نيولې وې، چې اوس له يو شمېر پرته ټولې بېرته د داعش په ولکه کې دي.))

دغه راز د اچين ولسوالۍ د پېښې خوړ اوسېدونکي کريم الله هم پژواک ته وويل چې د دولتي ځواکونو له وتلو وروسته يې سيمې ته داعش ورغلي او ولسونه ترې په سخت تکليف کې دي.

هغه زياته کړه: ((داعشيان بيا راغلي او ټول هغه خلک چې دولتي ځواکونو سره يې همکاري کړې، يا يې ورته ځای ورکړی او که يې ورسره اړيکې هم نيولې وې، د داعش له خوا ځورول کېږي.))

د ننګرهار د ولايتي شورا غړى اصحاب ولي مسلم چې د يادې سيمې اوسېدونکى دى، هم له پژواک سره په خبرو کې تاييد کړه چې دولتي ځواکونه د کوټ، اچين او هسکې مېنې له ولسواليو څخه بېرته وتلي او خلک په سختو ستونزو کې دي.

هغه د امنيتي ځواکونو د قهر سېلاب عمليات ناکام ياد کړل او له دولته يې وغوښتل چې د عملياتو تر څنګ د ولس ملاتړ هم لاسته راوړي او د دې لپاره بايد له هغوی سره لازمې مرسته ترسره شي.

د کوټ ولسوال سيد الرحمن هم مني چې له دې ولسوالۍ امنيتي ځواکونو تاکتيکي شا تګ کړی؛ خو وايي دوی د داعش وسله والو ته اجازه نه ورکوي چې بيا په دغو سيمو کې خپلې پښې ټينګې کړي.

دغه راز د شينوارو زون لپاره د ولسي پاڅون کوونکو مشر حاجي حيات خان هم د دولتي ځواکونو تاکتيکي شا تګ مني خو وايي دا چاره د داعش د ځپلو په خاطر شوې ده.

هغه پژواک ته وويل: ((کله چې امنيتي ځواکونو د قهر سېلاب عمليات پيل کړل؛ نو داعشيان د اچين يوې غرنۍ سيمې ته ولاړل چې د دولتي ځواکونو د ورتګ امکانات ډېر کم وو خو د دې لپاره چې داعش بېرته رابهر شي دولتي ځواکونه له سيمو وتلي دي.))

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.