ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

افغانستان او هند د پوځي اړیکو پر پیاوړې کولو خبرې کړې

افغانستان او هند د پوځي اړیکو پر پیاوړې کولو خبرې کړې

author avatar
31 Aug 2016 - 17:04
افغانستان او هند د پوځي اړیکو پر پیاوړې کولو خبرې کړې
author avatar
31 Aug 2016 - 17:04

کابل (پژواک، ١٠ وږى ٩٥): د افغانستان او هند د پوځ مشرانو د دواړو هېوادونو تر منځ  د پوځي او نظامي اړيکو  پر پياوړي کولو خبرې کړې دي.

د افغانستان ملي دفاع وزارت وياند جنرال دولت وزيري د وږي په ١٠مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې لوى درستيز جنرال قدم شاه شهيم پرون په څلور ورځني سفر هند ته تللى دى.

هغه زياته کړه، نوموړي پرون له خپل هندي سيال جنرال دلبير سنګهـ سره کتلي او ټاکل شوې چې له نورو پوځي او ملکي چارواکو سره هم وګوري.

د وزيري په وينا، هغه له هندي چارواکو سره د دواړو هېوادونو تر منځ  د پوځي او نظامي اړيکو پر پياوړي کولو او پراختيار خبرې کوي.

د ملي دفاع وزارت وياند دغه راز وويل، نوموړى به د افغان سرتېرو او افسرانو د روزنې او د يوې پاتې چورلکې د ترلاسه کولو  په اړه هم له هندي پوځي مشرانو سره خبرې وکړي.

بلخوا د هند د پوځ له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د افغانستان د پوځ لوى درستيز جنرال قدم شاه شهيم پرون ډيلي ته له ور رسېدو سره سم له خپل هندي سيال سره ليدلي دي.

سرچينې زياته کړې، په دې ليدنه کې په ډيلي کې د افغانستان سفير شيداحمد ابدالي او د افغانستان د پوځي پلاوي نور کسان هم وو.

په خبرپاڼه کې راغلي، دواړه هېوادونه غواړي چې دفاعي او پوځي اړيکې سره پياوړې کړي او دغه سفر د همدې لړۍ يوه کړۍ ده.

د هند د پوځ له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې افغان لوى درستيز به د هندوستان له پوځي اکاډمۍ څخه هم ليدنه وکړي، چېرته چې ګڼ شمېر افغان محصلين هم په زده کړو بوخت دي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.