ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

جنرال جوزېف: په افغانستان کې مو د داعش ۲۵ سلنه وسله وال له منځه وړي

جنرال جوزېف: په افغانستان کې مو د داعش ۲۵ سلنه وسله وال له منځه وړي

author avatar
31 Aug 2016 - 11:44
جنرال جوزېف: په افغانستان کې مو د داعش ۲۵ سلنه وسله وال له منځه وړي
author avatar
31 Aug 2016 - 11:44

واشنګټن (پژواک، ١٠ وږى ٩٥): د امريکايي ځواکونو د مرکزي قوماندانۍ قوماندان جنرال جوزېف وايي چې په افغانستان کې د دوى د ځواکونو په وروستيو عملياتو کې د داعش ٢٥ سلنه وسله وال له منځه وړل شوي.

نوموړي دغه څرګندونې په واشنګټن کې د امريکا په دفاع وزارت پنټاګان کې د يوې خبري غونډې پر مهال کړې دي.

هغه زياته کړې: ((موږ له خپلو نړيوالو متحدينو سره په تېرو ١٥ کلونو کې په افغانستان کې ډېرې پانګونې کړې او هڅې مو اوس هم روانې دي.)))

جنرال جوزېف ووټل ويلي چې افغان ځواکونه اوس ښه روزل شوي او د ټولو ا منيتي کارونو او عملياتو رهبري پر غاړه لري.

د نوموړي په وينا، افغان ځواکونه اوس هم له مهمو ننګونو سره مخ دي، خو له هغو سره په مېړانې مقابله کوي.

دغه امريکايي جنرال وايي، افغان ځواکونه په دوامداره توګه او په ښه وړتيا سره له خپلو سيمو دفاع کوي.

هغه زياته کړې چې امريکايي ځواکونه د افغان ځواکونو د روزنې، همکارۍ او مرستې ماموريت ته هم ادامه ورکوي او په ځانګړې توګه د داعش پر وړاندې مبارزه کې ورسره مرسته کوي.

جنرال جوزېف وايي: ((څه موده مخکې مې افغانستان ته سفر کړى و او هلته مې له خپلو هغو قوماندانانو او جنرالانو سره له نږدې وليدل چې د افغان ځواکونو پر روزنې بوخت دي. افغان ځواکونه ډېر ښه استعدادونه لري او خپلو دندو ته ژمن دي.))

د هغه په وينا، په ننګرهار ولايت کې د داعش پر وړاندې د وروستيو عملياتو په پايله کې د دې وسله والې ډلې ٢٥ سلنه وسله وال له منځه وړل شوي دي.

د هغه په وينا، په افغانستان کې د زياتو سرتېرو د پاتې کېدو او ځواکونو ته د زياتو واکونو ورکولو په اړه د ولسمشر اوباما د وروستۍ پرېکړې له امله د داعش پر وړاندې د دوى مبارزه جدي او سخته شوې ده.

ده هيله څرګنده کړه چې افغان ځواکونه به په خپلو موخو کې بريالي کېږي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.