ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د الچين پول ورغول شو

د الچين پول ورغول شو

author avatar
31 Aug 2016 - 19:05
د الچين پول ورغول شو
author avatar
31 Aug 2016 - 19:05

کندوز (پژواک ١٠ وږى ٩٥): په کندوز کې نړول شوى د "الچين" پول د استحکامي پول په واسطه په موقت ډول بياورغول شو او د ترافيکو پرمخ خلاص شو.

"الچين" پول چې د کندوز درې ولسوالۍ له ښار سره نښلوي او هم د افغانستان او تاجکستان ترمنځ د سوداګريزو مالونو د لېږد رالېږې يواځينۍ ترانزيتي لار ده، ٣٠٠ متره اوږدوالى او شپږ متره سور لري.

د دې پول کابو ٤٠ متره برخه يوه نيمه اونۍ وړاندې (د زمري ٣١مه) د وسله والو مخالفينو له خوا الوځول شوې وه، چې اوسمهال په موقت ډول بيارغول شوى دى.

د کندوز والي اسدالله عمرخېل د دې پول د پرانيستې په غونډه کې وويل، چې دا پول ملي دفاع وزارت له لوري د څلورو ورځو په موده کې د استحکامي پول په واسطه بيارغول شوى دى.

د هغه په وينا، د دې پول د ساتلو په موخه يې امنيتي ځواکونه ګومارلي او نور به مخالفين ونه شي کولى چې بيا يې والوځوي.

دى وايي: "دا پول د وسله والو مخالفينو له خوا د پاکستان د استخباراتو په لارښوونه د ماين په واسطه الوځول شوى و، ترڅو له کندوز ښار سره د درېيو ولسواليو او همدارنګه له شېرخان بندر سره مواصلاتي لاره پرې کړي."

د کندوز د فوايد عامې رييس انجنير برهان الدين شينواري، پژواک خبري اژانس ته وويل چې پر اوسني استحکامي پول تر ٤٠ ټنه وزن پورې بار وړل کېدى شي، خو د دې پول د جوړېدو بنسټيزې چارې به په راتلونکې اونۍ کې د فوايد عامې رياست د انجنيرانو له خوا پيل شي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.