ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د سپين بولدک- چمن لار پرانيستل کېږي

د سپين بولدک- چمن لار پرانيستل کېږي

author avatar
31 Aug 2016 - 17:59
د سپين بولدک- چمن لار پرانيستل کېږي
author avatar
31 Aug 2016 - 17:59

کندهار (پژواک، ١٠ وږى ٩٥): د  کندهار د سرحدي پوليسو مسوولين وايي، پاکستاني لوري نن له دوى سره په يوه وروستۍ غونډه کې ژمنه وکړه چې د پنجشنبې په ورځ ته د سپين بولدک- چمن لار پرانيستل شي.

په سپين بولدک ولسوالۍ کې د سرحدي پوليسو د درېيې لوا کمېسار سمونوال محمد علي داوري پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن د وږي په ١٠مه يې له غرمې وروسته پر ١:٣٠ بجه د پاکستان له سرحدي ځواک له مسوولينو سره وروستۍ غونډه وکړه.

هغه زياته کړه، له ډېرو هڅو او په دې اړه تر ډېرو خبرو او غونډو وروسته پاکستاني لوري ژمنه وکړه چې سبا ته به د سپين بولدک- چمن لار پرانيستل شي.

تر دې وړاندې چارواکو ويل چې پاکستان د لارې د خلاصولو لپاره افغان لوري ته ځينې شرايط وړاندې کړي چې د دوى په خبره د منلو نه وو او د هېواد ملي حاکميت يې له پوښتنې سره مخ کاوه.

په دغو شرايطو کې دا هم وو چې د سپن بولدک- چمن لار به لکه د رسمي پولې په څېر هره ورځ په رسمي پوځي مراسمو پرانيستل کېږي.

خو داوري وايي چې داسې هيڅ شرطونه د دوى له خوا منل شوي نه دي او دروازه به لکه د پخوا په شان په عادي توګه هم د صادراتو او وارداتو او هم خلکو پر مخ خلاصه وي.

په سوېل کې دغه مهمه ټرانزيټي لار د روان کال د زمري مياشتې په ٢٨مه د پاکستاني لوري له خوا په دې پلمه وتړل شوه چې ګواکې افغانانو د دغه هېواد بيرغ سوځولى دى.

د لارې د خلاصولو پر سر تر دې مهاله له پاکستانيو چارواکو سره څو ځلې خبرې شوې، خو تر اوسه يې مثبتې پايلې نه دي درلودلې او نن په څوارلسمه ورځ هم دغه لار تړلې وه.

د کندهار سوداګر، د ټرانسپورټي شرکتونو مسوولين او خلک چې د د درملنې، سوداګرۍ او نورو اړتياوو لپاره د سپين بولدک- چمن پر لار تګ راتګ کوي د لارې د بندېدو له امله له سختو ستونزو سره مخ وو او درانه زيانونه ور اوښتي دي.

د کندهار د والي وياند صميم خپلواک وايي د لارې د بندېدا له امله هره ورځ خلکو ته شاوخوا ١٢ ميليونه افغانۍ زيان اوښت.

چارواکي وايي د لارې د بنېدو له امله لسګونه ټنه انګور، خټکي او نوره مېوه خراب شول او دغه راز د دروازې په هغه غاړه کې سلګونه کانټينرونه چې خوراکي توکي لکه غوړي، شيدې، بوره، درمل او نور ژر خرابېدونکي توکي په کې بار دي درول شوي چې لېږدوونکي يې د لارې د خلاصېدو لار څاري.

په سپين بولدک کې د سرحدي پوليسو د درېيمې لوا د کمېسار سمونوال محمد علي داوري په وينا، اصلي ستونزه له هغه ځايه پيل شوه چې پاکستان د افغانستان د خپلواکۍ په ورځ د ډيورنډ کرښې په صفري برخه کې د هند خلاف لاريون پلان کړى و.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.