ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په میمنه کې چاودنې دوه کسان ټپیان کړل

په میمنه کې چاودنې دوه کسان ټپیان کړل

author avatar
31 Aug 2016 - 18:02
په میمنه کې چاودنې دوه کسان ټپیان کړل
author avatar
31 Aug 2016 - 18:02

ميمنه (پژواک، ١٠ وږى ٩٥): د فارياب په مرکز ميمنې ښار کې پر خره د ځاى پر ځاى شوو چاودېدونکو توکو د چاودنې له امله يو پوليس او يو ملکي وګړى ټپيان شوي دي.

د  فارياب د امنيې قوماندانۍ د امنيت امر مير امان الله پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه پېښه نن د مازديګر شاوخوا پنځه بجې د ميمنې ښار د پنځمې ناحيې اړوند د پوليسو د لومړي سمت په سيمه کې رامنځته شوه.

ده وويل چې په پېښه کې ټپي شوى ساتنمن او يو ملکي وګړى  په سيمه کې پلي روان وو چې د چاودنې له امله ټپيان شول.

مير امان الله وويل چې ټپيان د فارياب ملکي روغتون ته لېږدول شوي او روغتيايي حالت يې د ډاډ وړ دى.

د ده په وينا، پوليسو د دغه بريد په تړاو يو تن نيولى دى.

په پېښه کې ټپي شوی ملکي وګړی چې د يادې سيمې اوسېدونکى دى، په روغتون کې پژواک ته وويل، بازار ته د سودا پېرلو لپاره تللى و چې له پېښې سره مخ شو.

ده هغه په وينا، له خره نه شاوخوا لس متره لرې و چې پر خره ځاى پر ځاى شوي توکي وچاودېدل او دى له يوه پوليس سره ټپي شو.

د  بريد مسووليت تر اوسه چا پر غاړه نه دى اخستى.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.