ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پکتیکا کې د سلیما غره کلنۍ مشاعره جوړه شوه

پکتیکا کې د سلیما غره کلنۍ مشاعره جوړه شوه

author avatar
31 Aug 2016 - 11:21
پکتیکا کې د سلیما غره کلنۍ مشاعره جوړه شوه
author avatar
31 Aug 2016 - 11:21

ښرنه (پژواک، ١٠ وږى ٩٥): د پکتيکا په مرکز ښرنه کې د سليمان غره کلنۍ دوديزه مشاعره جوړه شوه.

په دې مشاعره کې د پکتيکا ولايت سربېره له نورو ولايتونو هم ګڼو شاعرانو، ليکوالانو او فرهنګيانو برخه اخيستې وه.

دغه مشاعره بيګاه شپه جوړه شوې وه چې د شپې تر ناوخته يې دوام وکړ.

د غونډې په پيل کې د پکتيکا والي الياس وحدت وويل چې دغه شان مشاعرې د ذهني افکارو د تبادلې تر څنګ د شعر او نثر د ودې لپاره ډېر مهم دي.

هغه وويل: ((هيله من يم چې دغه ډول دوديزې مشاعرې په ټول هېواد کې ترسره شي.))

دغه راز په دې غونډه کې د پکتيکا د مدني ټولنې د همغږۍ دفتر مشر خورشيد امان ګټوازي وويل چې شاعران او ليکولان د شعر او نثر په ژبه د ټولنې ستونزې او ناخوالې بيانوي.

ګټوازى وايي: ((نو زه ژمنه کوم چې د دې مشاعرې شعرونه د يو کتاب په ډول چاپ کړم.))

په دې غونډه کې نورو کسانو خبرې ونه کړې خو شاعرانو د شعر په ژبه په هېواد کې روانو ستونزو ته اشارې وکړې او د هغوى د حل غوښتنه يې وکړه.

د سليمان غره مشاعرې په پای کې د غزل شپه او د موسيقۍ پروګرام هم جوړ شوي وو.

دا په داسې حال کې ده چې هر کال د سليمان غره د مشاعر تر څنګ په ننګرهار کې د نارج ګل، په کندهار کې د انارګل، په پکتيا کې د نښتر ګل، په ميدان وردګو کې د مڼې ګل، په لوګر سنځل ګل، په پروان کې ارغوان ګل او په نورو ولايتونو کې هم کلنۍ مشاعرې جوړېږي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.