ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ننګرهار کې دوه ځانمرګي موخې ته له رسېدو مخکې نیول شوي

ننګرهار کې دوه ځانمرګي موخې ته له رسېدو مخکې نیول شوي

author avatar
1 Sep 2016 - 11:57
ننګرهار کې دوه ځانمرګي موخې ته له رسېدو مخکې نیول شوي
author avatar
1 Sep 2016 - 11:57

کابل (پژواک، ١١ وږى ٩٥): ملي امنيت وايي چې په ننګرهار ولايت کې دوه ځانمرګي بريد کوونکي موخې ته له رسېدو وړاندې نيول شوي دي.

دغه څرګندونې په هغې اعلاميه کې شوې چې د وږي په ١١مه د ملي امنيت له مطبوعاتي دفتره پژواک خبري اژانس ته رالېږل شوې ده.

په اعلاميه کې راغلي چې نيول شوي کسان شاکرالله او سجاد نومېږي او تنګي ځوانان دي.

د سرچينه زياتوي: ((دغه ځانمرګي بريد کوونکي د پېښور صوبه سرحد د کندل اتک سیمې اوسېدونکي او په صوبه سرحد  پېښور کې د حیدر خورد مدرسې طالب العلمان چې غوښتل یې د جلال اباد ښار په اړوندو سيمو کې ځانمرګي بریدونه ترسره کړي.))

په اعلاميه کې راغلي چې ياد کسان موخې ته له رسېدو وړاندې په تورخم بندر کې ونيول شول او تر څېړنو لاندې دي.

د سرچينې په حواله چې نيول شوو پر خپلو جرمونو اعتراف کړى او ويلي یې دي چې په صوبه سرحد کې د قاري بلال په نوم يو کس ورته د ځانمرګي بريدونو زده کړې ورکړې دي.

په اعلاميه کې زياته شوې چې د دغو ځانمرګو بريدګرو نيول کېدل د دې ښکارندويي کوي چې د ترهګرو ځالې د افغانستان له پولو بهر دي او د سیمې د څارګرو ډلو او سازمانونو له خوا تمویل او تجهیز کېږي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.