ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ولسمشر او اجرايي رييس تر خپل منځ د ستونزو په اړه يو ځل بيا سره وليدل

ولسمشر او اجرايي رييس تر خپل منځ د ستونزو په اړه يو ځل بيا سره وليدل

author avatar
1 Sep 2016 - 13:31
ولسمشر او اجرايي رييس تر خپل منځ د ستونزو په اړه يو ځل بيا سره وليدل
author avatar
1 Sep 2016 - 13:31

کابل (پژواک، ١١ وږى ٩٥): د حکومت اجرائيه ریاست وايي چې ولسمشر اشرف غني او اجرايي مشر د څلورم ځل لپاره د سياسي هوکړه ليک د پلي کېدو په اړه ليدلي او هوکړې ته رسېدلي دي.

د اجرايي رياست له مطبوعاتي دفتره پژواک خبري اژانس ته په را استول شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دواړو مشرانو د اوسنيو ستونزو نه د وتلو په موخه د چهار شنبې په شپه ارګ کې سره ليدلي دي.

اجرائیه رياست وايي چې په ناسته کې د سياسي هوکړه ليک پر بنسټ د مشورې او  اجرايي د بشپړ شتون له مخې د وړ کسانو پر ګومارنې، د سياسي هوکړه ليک پر پلي کېدو، د دواړو رياستونو تر منځ پر همغږۍ او د ملي يووالي حکومت پر پياوړتيا خبرې وشوې او دواړه مشران هوکړې ته ورسېدل.

دا په داسې حال کې ده چې دواړه مشران په تېره ناسته کې  پر څلورو مهمو مواردو لکه ټاکنيزو اصلاحات، د برېښنايي تذکرو وېش، د اساسي قانون د تعديلاتو کمېسيون تشکيل او د ملي يووالي حکومت پر هوکړه ليک د څار کمېټې جوړولو باندې هوکړه کړې وه.

د ولسمشر او اجرايي مشر تر منځ وروسته له هغه اخلافات رامنځته شول چې اجرايي مشر نږدې دوې اوونۍ وړاندې پر ولسمشر سخته نيوکه وکړه او وويل چې د سياسي هوکړه ليک ژمنې لکه د لويې جرګې رابلل، د اساسي قانون تعديل، پر صدارت د اجرايي رياست بدلېدل او ټاکنيز اصلاحات نه دي پلي شوي.

 

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.